د ملت حافظه نه مري
د ملت حافظه نه مري؛ هغه څوک چې په واده کې څوک ورسره نه کیناستل، نن د وطن د برخلیک خبرې کوي!
په دې وطن کې عجیب صحنې لیدل کېږي.
هغه کسان چې د خلکو په سترګو کې دومره ارزښت نه لري چې په واده کې یې څوک د ناوې خوا ته کښېنوي، نن ځانونه د افغانستان د نقشې طراحان ګڼي. دا د ملت د درد نه لوبه ده که بل څه؟
وطن غریب دی، خو ملت نابینا نه دی
هو، زموږ وطن شاید له جګړو ستړی وي، اقتصاد یې مات وي، خلک یې د غربت له امله سخته ورځ تېروي…
خو دا ملت داسې قوم نه دی چې حافظه يې مړه شي.
هر خیانت، هر غلا، هره معامله، هره څرګندونه، هر ظلم ـ
ملت یې په زړه کې د داغ په څېر ساتي.
چارواکي به بدل شي، چوکیانې به بدل شي، وختونه به تېر شي…
خو د ملت یاد نه پاکېږي.
د ملت د پیسو نه جوړ شوي تخمونه د چا په جیب کې وکرل شول؟
کله چې ملت د ډوډۍ، درمل او سرپناه غم لري، هماغه وخت یو څوک د خپل شخصي علاج لپاره د میلیونونو روپیو بودیجه لګوي.
دا د ولس پیسې وې، د خوارۍ خولې وې، د یتیمانو حق و.
او اوس هماغه کسان د افغانستان د ایالتونو، ویش او نقشو خبرې کوي؟
که غلا ده، نو همدا ده.
که ظلم دی، نو همدا دی.
ملت یې د زړه له تل څخه پېژني.
دوی د وطن د ټوټې کولو وسیله نه شي کېدای
هغه څوک چې د خپله کورنۍ باور نه لري، د وطن اعتماد څنګه غواړي؟
هغوی چې د واک پر وخت یې ولس ته د تنفس فرصت هم ورنکړ، نن د بدلون خبرې کوي؟
هغوی چې د ولس نه غلا شوې بودیجه یې په عیاشیو او نازونو لګوله، نن د راتلونکي لوري نیولو دعوه کوي؟
حقیقت دا دی:
ملت خپله نسخه پخپله جوړوي، نور د دغو سوداګرو نسخه نه مني.
خدای دې بیا د وطن په خاوره کې د دغو کسانو ځای نه کوي
د افغان خاوره پاکه ده، د شهیدانو په وینو رنګینه ده.
دا خاوره د هغو کسانو موسم نه دی چې د پردیو په اشاره وطن د سودا په بازار بدلوي.
دا وطن د هغو کسانو نصیب نه دی چې پرون یې د ملت مال چور کړ، نن یې د ملت برخلیک ته ګوته نیولې ده.
ملت دعا کوي:
“خدایه! دا وطن دې له دغو مدعیانو خوندي کړه. د افغانستان په هوا، اوبو او خاوره دې بیا د دوی نصیب کم کړي.“
وخت د حساب رسۍ راغلی دی
نور ملت چوپ نه دی.
نور خلک د چوکیانو تر نندارو نه غولېږي.
ملت پوه شوی چې وطن د هغو کسانو په اعتماد نه رغېږي چې ځان یې د خلکو له ژوند لوړ ګڼلی.
نن د تاریخ ګړۍ بدل شوې ده.
ملت د هغه وطن لپاره غږ پورته کوي چې امر یې د دروغجنو په لاس نه وي، بلکې د ریښتینو افغانانو په زړه کې پیدا شوی وي.
رضا خان پاينده