Home خانه

د شهنواز تڼي کودتا

د شهنواز تڼي کودتا

595101616 122158666394620826 1195755499148355062 n 1د ارګ نن او پرون اثر د ډاکټر نجیب الله د دفتر د مخکني رییس ښاغلی خلیل رومان له خاطرو د شهنواز تڼي د کودتا د پيل کېدو شېبې داسې لیکلې دي:

د هغې ورځې په سهار ښايي ۱۰ یا ۱۱ بجې به وې«۱۳۶۸ کب ۱۶»چې ډاکټر نجیب الله د سالنګ له سپين ږيرو سره په ګلخانې ماڼې کې ملاقات درلود، رومان هم په دې لیدنه کې له هغه سره و. ډاکټر له مېلمنو سره په خندا روغبړ وکړ، لومړی څو تنو مېلمنو خبرې وکړې. د خبرو په جریان کې پوځي یاور ښاغلی جبسر راننوت او یو یاداشت، چې د پاڼې پر اتمه برخه لیکل شوی و، ډاکټر ته ورکړ. هغه یاداشت ولوست او د سر په اشاره یې جبسر رخصت کړ. وروسته یې په مشکله ځان یوې خواته کوږ کړ او کاغذ یې په جېب کې ځای پر ځای کړ.

دده عادت نه و، په داسې مجلسونو کې یاداشت وویني او په جېب کې یې واچوي، په داسې حالاتو کې یې چې ډېر لږ به پېښېدل کاغذ ورسره ملګري کس ته ورکاوه او یا به یې خپلې مخې ته کښېښود، زه پوه شوم، چې دا یاداشت ډېر مهم دی. خو دا حدس مې نه شوای وهلی چې د کودتا په باره کې به وي، لا څو شېبې نه وې تیرې، چې دوهم یاداشت او ډېر ژر پسې دریم یاداشت په هماغه ډول کاغذ ورته ورسېد. ډاکټر هر یو لوست او په جېب کې یې ايښوده. خو په څېره کې يې هیڅ بدلون نه تر سترګو کېده، زه چې له ده لیرې ناست وم، د هغه حرکتونه مې په سترګو څارل، نه پوهېدم ولې د هغه څېره ورو ورو خواشینې غوندې کیږي. زه یې په اشاره ور وغوښتم، هیله یې وکړه، چې د مېلمنو خبرې لنډې کړم او آن پای ته یې ورسوم. پخپله ده هم ډیرې لنډې خبرې وکړې، د عادت پرخلاف پخپل ځای ودرېد او په لوړ ږغ یې خدای پاماني وکړه.

دی وړاندې زیاتوي: ((.... له مېلمنو سره مې په ارامي خدای په اماني وکړه او له هغوی سره مې د ارګ تر دروازې ملګرتیا وکړه، کله چې له ګلخانې د ارګ تر دروازې پورې ورسېدو، ساتونکو هیله کوله، چې ژر ووځو، ټول اندېښمن ښکارېدل، د دروازې په خوله کې مې بیا له مېلمنو مننه وکړه او د خپل دفتر په لوري مرمرینې ماڼۍ ته ولاړم، لا نه وم رسېدلی، چې یوه هیبتناکه ږغ ټولې دروازې او کړکۍ والوزولې او د ښيښو ترنګ وترونګ فضا ونیوله. د سکرتر دفتر ته ورسېدم، ټول شیان ګډوډ وډ وو....)

حاجي بازمحمد (د ارګ مخکنی کارمند) هم چې هغه ورځ په ګلخانه کې و، وايي: (( د کودتا په ورځ د ګلخانې خواته هم بمونه ولوېدل، دا ځای چې اوس د امنیت شورا ده یو مخ وران شو. ډاکټر نجیب د حرمسرای زېرزمیني ته ولاړ، څه وخت هلته و، بیا د مرکزي کمیټې ودانۍ ته ولاړ. هغه کسان، چې په کودتا کې په ګډون تورن وو، هغوی یې راوستل او کوټي باغچه کې یې بندیان کړل)).

.... رومان زیاتوي، چې هغوی د کودتا سره د مقاومت لپاره په مرمرینه ماڼۍ کې، چې هلته د ولسمشر او مرستیالانو دفترونه هم وو، قرارګاه جوړه کړه.... بمونو اطاقونه څو متره لاندې بېولي وو، فرشي ډبرې، خښتې او خټې هرې خواته شیندل شوې وې. بوی لرونکې توره خټه په انګړ کې فرش شوې وه، له څو شېبو وروسته مې سترګې په ډاکټر نجیب الله ولګېدې، چې له ماڼۍ څخه پلی د دفتر په لوري را روان و، چې زه یې ولیدم، پوښتنه یې وکړه: سلام! دا نور چیري دي؟

د هغه درېشي مې په یاد نه ده، خو شین بخونده ښکلی بالاپوښ یې زما په ذهن کې پاته دی. پوه شوم څوک لټوي. (ښاغلی اسحق توخی او خپل مرستیالان).

ومي ویل: توخی صاحب او ستاسې معاونان د ماڼۍ په زیرزمیني کې دي. کارکوونکي مې هم په زیرزمیني کې ځای پر ځای کړل.

ویي ویل:

ژر معاون صاحبان او توخی بلنداژ ته (ټینګه زیرزمیني چې د ماڼۍ د شمال لوېدیځ په لس یا شل مترۍ کې جوړه شوې وه) رهنمايي کړه! ژر راشئ!

زه تهکوۍ ته ولاړم او هغه بلنداژ ته ولاړو. بلنداژ ته زموږ ټولو لېږدول ساده خبره نه وه، له هرې خوا ګولۍ راتلې او هر ځای لګېدې...)

دی وايي چې د کودتا د ناکامولو لپاره یې په دې قرارګاه کې تبلیغاتي کار په ښه ډول تنظیم کړی و، دا چې د قواوو توازن د کودتاچیانو په ګټه و او زیاتره هوايي او زمیني قواوې د هغوی په لاس کې وې، نو دوی ته تبلیغاتي کار ډېر مهم و، ځکه خو یې د قول اردوګانو، فرقو او نورو مهمو قطعو د جزوتامونو د قوماندانانو له نامه څخه د نجیب په ملاتړ پيغامونه لیکل او د ټیلیفون له لارې یې راډیو او تلوېزیون ته ورکول او هلته په پرله پسې توګه خپرېدل. ددغو له ځانه جوړو شویو پيغامونو په اورېدو سره د نورو قطعاتو قوماندانانو هم پيغامونه راواستول، ترڅو له نورو وروسته پاته نه شي. د جمهورييس وینا به وخت په وخت په بلنداژ کې ثبتېده او بیا به له تلوېزیون څخخه خپرېده. هغه هم داسې تنظیم شوې وه، چې خلک فکر وکړي، چې ولسمشر یې همدا اوس په ژوندۍ بڼه وینا اوروي.

د کب د میاشتې د ۱۷مي نېټې تر سهاره ځای، ځای ډزو او بمباریو دوام وکړ او بیا کودتا ناکامه شوه. د دفاع وزیر او د کودتا طراح شهنواز تڼی په چورلکه کې پاکستان ته وتښتېد.

(علم ګل سحر، ۱۱۳ او ۱۱۴ مخونه د خلیل رومان له خاطرو)