جنرال ضياوالحق د تاريخ توره څيره او په ټوله کي د پاکستان دکرایی پوځ تور مخ
توره سپتمبر: د پاکستان دجنرال ضیاءالحق رول د ۱۹۷۰ کال د اردن کې د ۲۵،۰۰۰ فلسطینیانو په عاموژنه کې
د (۱۹۷۰) کال په تور سيپټمبررکې کې، د اردن هاشمي پاچا حسین هڅه وکړه چې دفلسطیني سازمانونو خپلواکي له منځه یوسي او پر ټول هېواد خپل سلطنتي واک بېرته ټینګ کړي. دغه تاوتریخوالی دلسګونه زره خلکو په وژنه پای ته ورسېد، چې ډېری یې فلسطینیان ول.
وسلهواله نښته د ۱۹۷۱ کال د جولاي ترمياشتي پورې روانه وه، تر هغه چې دفلسطین د آزادۍ سازمان (PLO) او زرګونه جنګیالي یې له اردن څخه وشړل شول او لبنان ته ولېږدول شول.
د پاکستان د کرايې پوځ د روزنیز کمېسیون مشر، برېګېډیر ضیاءالحق، د اردو دویمې فرقې مشري پر غاړه واخیسته او د فلسطینیانو په وژنه او پاککولو کې یې مرسته وکړه. ویل کېږي چې شاوخوا ۲۵،۰۰۰ فلسطینیان ووژل شول.
ضیاءالحق ته وروسته د اردن د دولت له خوا دنوموړي د ښو خدماتو لپاره لوړه جایزه ورکړل شوه.
ضیاءالحق وروسته په پاکستان کې د دیوبندي او سلفي سختدریځو مذهبي ډلو تر ټولو لوی ملاتړی شو او د ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۸ پورې یې د پاکستان د نظامي حکومت مشري کوله. هغه ته به افغان مجاهليو د افغان جهاد شهيد ويل کله چي امريکايانو په يوه الوتکه کي د نوموړي تر بيخ لاندي د امونو ډک کارتن کي مائن ورته ځای پر ځای کړی وه له خپل سفير سره يو ځای وواژه !!!
ملا فضل الرحمان وايې:
« پوره "۴۵ کاله کېږي چې له افغانستان سره زموږ پالیسي ناکامه ده، پاکستان خو ښې خبرې کوي، ټول پر موږ ګران دي، خو موږ پر هېچا نه یو ګران".
نوموړي له افغان کډوالو سره د پاکستان پر توند چلن هم سخته نیوکه وکړه او وویل له لسو کلونو راهیسې همدا نارې وهي، چې "څلوېښت کاله مو مېلمه وساته او اوس یې په یوه لغته له هېواده شړئ، تا د څلوېښتو کلونو مېلمستیا ورکړه ، خو وروسته دې افغان مهاجر بېعزته هم کړل.
بیا پسې له شا ورته وایو چې ته خو نمک حرامه یې، نو که دی درته ووايي چې د ضیاء الحق له دورانه یې ونیسه تر وسه دې زما په سر د امریکا ډالر اخیستي دي، زما په سر دې د پاکستان خزانه اباده کړې ده او بیا هم پاکستان خوار دی".
دی وايي، پاکستان د ضیاء الحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې د افغان پر سر ډالر اخیستي دي.
نوموړي په آخر کې دا هم ویلي، نن چې پاکستان کې څومره مشکلات دي، "حکومت بېوسه، عدالت بېوسه، عوام بېوسه، قبایل بېوسه، دا پوځ او جنرالانو هرڅه په خپله قبضه کې نیولي دي او هغوی له جګړې پرته نور په هېڅ هم نه پوهېږي".