ولې د پاکستان جنګي پالیسي یا زور ګویي دېپلوماسۍ خواته واوښته؟؟!
تر پرونه پورې د چټلیستان واکمنو سخته تنده او د اخطارونو ژبه کاروله.
دوی فکر کولو چې طالبان به د ورخطایی سره مخ شي ، او ملت په بعضو مساییلو ترې نا راضه دی.
او لنډغر هم په داخل او خارج کې په برېتو لاس وهي نو طالبان به وهم واخلي د دوی غوښتنو ته به تسلیم شي.
دوهم په داخل د پاکستان کې به هم په ځوانانو کې ویره ګډه شي او هم به د نړی کومکونه جلب کړي .
خو د دوی پلان سره هېڅ هغه څه ونشول چې دوی یې طمعه لرله..!
دکابل بمبارد او د طالبانو شدید غبرګون نه تنها دوښمن ته د جنګ په ډګر کې کلمه وروښوده، بلکې ټول افغان ملت یې متحد او په یوه صف کې د دوښمن په مقابل کې ودراوه.
او په پاکستان کې په حملو کې شیدت راغلو
لنډغر رسوا شول ، وطندوستي ، اسلامیت او افغاني غیرت یې خلکو ته واضح شو چې دا دهېواد داخلي اوجرتي هغه تالیڅټي دي چې ډوډی دلالا وهي مګر باغونه د عبدالله ساتي.
دوهم دملا ورور قوي تصمیم چې تجارتي اړیکې یې د چټلیستان سره قطع کړلې دا یو دتوقع خلاف عمل وو چې پاکستاني واکمن یې حیران کړل.
او بلاخره پرونۍ کانفرانس چې په هغې کې ملا ورور دا اصطلاح وکاروله چې ، دموږ «حافظې قوي دي او هم محاسبه کولای شو »
نو دپاکستان دغرور او اخطارونو سینګنال یې ورک کړو مجبوره شول چې په عذر او زاریو شروع وکړي نو لهجه یې بدله کړه.!
ترڅو چې دسیال سره د سیالی په ژبه خبرې او عمل ونکړې نه درته غوږ نسي اونه لارې ته راځي.
الحمدالله چې افغانستان نور د تنظیمي لنډغرو په واک کې ندی کنه نو دا بدلونونه د افغانانو دپاره ناممکن وو.
دیو قوي متحد او اباد افغانستان په هیله.