Home خانه

د افغانستان دوه ستر تاریخي دښمنان د پاکستان پوځي ولسمشران

د افغانستان دوه ستر تاریخي دښمنان د پاکستان پوځي ولسمشران

593283437 736960836079780 6928660956735999129 nد 1988 م کال د اګست په 17 مه نېټه د افغانستان دوه ستر تاریخي دښمنان د پاکستان پوځي ولسمشر جنرال ضیاءالحق او د ای اېس ای رئیس جنرال اختر عبدالرحمن په الوتکه کې د چاودنې له امله له منځه لاړل ، دا هغه څېرې دي چا چې په افغانستان کې د جګړې اور ته تیلی وهلی و او تر ننه افغانان د هغه جګړې په اور کې سوځي ، د جنرال ضیاء ستر ارمان د کابل په پل خشتي مسجد کې د شکرانې سجده لګول و او د جنرال اختر عبدالرحمن ستر ارمان د کابل سوځول و ، له نېکه مرغه دواړو په همدې مبارکه ورځ دغه ستر ارمانونه له ځان سره ګور ته یوړل ، هغه مهال به د افغان مهاجرینو په کمپونو کې په دوی پسې د قران کریم ختمونه ترسره کیدل ، د غوا په غوړیو غوړې ډوډۍ به یې په دوی پسې د خیرات لپاره ایستلې ، یوه خوستي ځوان سندرغاړي دا سندره هم پسې ویلي وه :

د ضیاءالحق د مرګ اواز دی

په اسمان زاڼې کرغیدې په ځمکه جوړه

دواړه جنرالان لاړل او تر ننه به دافغانانو سره د روان ظلم حساب او کتاب له دوی دواړو سره روان وي ، له بده مرغه د صبعت الله مجددي په دوره کې د جنرال اختر عبدالرحمن زوی همایون اختر د نوازشریف سره په رسمي سفر کې یو ځای کابل ته راغی تر څو د سوځیدلي کابل ننداره وکړي او د خپل پلار پر ځای یې زوی سوځیدلی کابل وویني همدا ډول د برهان الدین رباني په دوره کې د جنرال حمیدګل سره یو ځای د جنرال ضیاء زوی اعجازالحق کابل ته راغی د دوی راتګ ته حکمتیار او مسعود یوه ورځ اوربند هم کړی و تر څو اعجازالحق په ډاډه زړه د پلار پر ځای په پل خشتي مسجد کې د شکرانې سجده وکړي

داختر تصویرونه په کمنټ کې لیدلی شئ

زړګی کندهاری