Home خانه

د کابل د ښاروالۍ تاریخ

د کابل د ښاروالۍ تاریخ

592397897 1167152192183650 5279408555877218782 nد کابل ښاروالی لومړی د «مدیریت بلديه کابل» په نوم د شاه امان الله خان په وخت کي جوړ سو.

لومړی مدیر بلدیه (ښاروال) امیرالدین وو چي له ۱۲۹۸ تر ۱۳۰۲ لمریز کال پوري یې په دغه دنده کار وکړ.

وروسته دا اداره له «مدیریت بلديه» څخه «ریاست بلديه کابل» ته لوړه سوه او د کابل لومړی رسمي رئیس بلدیه محمد یونس وو چي له ۱۳۰۲ تر ۱۳۰۶ پوري یې د ښاروالۍ مشري وکړه.

د ده په وخت کۍ په کابل ښار کي ډېر عمراني او اباداني کارونه وسول؛ د کابل باغونه جوړ سول، د سرکونو د رڼا څراغونه ولګول سول چي برېښنا یې د جبل السراج د بند څخه راتله، د اوبو رسولو شبکې جوړه سوه، او د دارلامان تاریخي ماڼۍ د یوه الماني انجینر «آرتل» په طرحه اباده سوه.

د محمد نادر شاه په دوره کي د کابل ښاروالي:

د نادرشاه په پاچاهۍ کي د کابل ښاروالی خپل نوی تعمیر چي د باغ عمومي په سیمه کي جوړ کړ او «شهرنو» هم په همدې دوره کي جوړ سو.

د بلدیې ترڅنګ د «عمران ساختماني شرکت» جوړ سو. «د نوي کابل» طرحه جوړه سوه، نوي ساختماني اصول‌نامه تصویب سوه، د اندرابي او باغبان کوڅې دواړه غاړې د کابل رود تر څنګ جوړي سوې او ډېر نوي تعمیرونه ورسره ودان سول.

د ظاهر شاه په سلطنت کي د کابل ښاروالی:

په دې دوره کي ښاروالۍ ته لا زیاته توجه وسوه. د کابل ښاروالۍ نوی نظام‌نامه ترتیب سوه او د همدې قانون له مخه د منتخبو وکیلانو یوه مشرتابه اداره رامنځ ته سوه. د باغونو جوړول، د ښار رڼا، د اوبو رسولو شبکه او نور پراختیایي کارونه پیاوړي سول.

په ۱۳۲۰ لمریز کال کي د کابل ښاروالۍ نوم په رسمي ډول «ښاروالی کابل» ونومول سوه او محمد اسماعیل مایار د ۱۳۲۰–۱۳۲۳ کلونو تر منځ د کابل ښاروال وو. قانون‌نامهٔ بلدیه هم تعديل سوه.

د ۱۳۲۷ لمریز کال له اووم تقنيني دورې یوه کال مخکي، بلدیه د انتخابي شورا په بڼه جوړه سوه. په ازادو بلدي انتخاباتو کي ډېر منورین منتخب سول. د ښار په غونډو کي ویناوي وسوې او د لومړي ځل لپاره په کابل کي مدني حرکت رامنځ ته سو.

هغه وخت د بلدي شورا مشران دا وو:

غلام محمد خان (رئیس)، میرمحمد صدیق خان فرهنگ او ډاکتر عبدالله واحدي (مرستیالان)، محمدحسین خان نهضت (منشي)، سرورخان جویا، محمد آصف آهنگ، شیرمحمد خان آسیابان او نور.

په همدې کال (۱۳۲۷) د کابل لومړي رسمي انتخابي ښاروال ټاکنه وسوه چي په نتیجه کي انجینر غلام محمد فرهاد د کابل منتخب ښاروال وټاکل سو او تر ۱۳۳۲ کال پوري یې کار وکړ. ده د کابل د موټر چلوني قانون د انګلیسي طرز (له ښي لاسه) څخه چپ لوري ته بدل سو.

په دې دوره کي کابل ښاري بڼه بدله کړه:

  • د ښاروالۍ دفترونه او ناحیې منظمي سوې
  • سرکونه قیر سول
  • باغچې او نوي کارټې جوړ سول
  • نوي سرکونه لکه میوند او نادر پښتون تمدید سول
  • د پامیر سینما جوړه سوه
  • د پامیر جریده خپره سوه

د کابل ښاروالان (له امان الله خان تر وروسته)

  • امیرالدین
  • محمد یونس
  • محمد اسماعیل مایار
  • انجینر غلام محمد خان فرهاد
  • ډاکتر شیرآقا
  • محمد انور جگدلک

او نور…

په هماغه وخت کي چي نوم یې «بلديه» وو، خلکو ته په کارته چهار، سید نورمحمدشاه مېنه، شهرنو، ميرويس ميدان کي ځمکي ووېشل سوې.

وزیر اکبر خان سیمه هم د ښار نوی پلان وو چي په ۱۳۴۹ لمریز کال د شهرنو شمال ختیځ ته جوړه سوه.

وروستي سیاسي بدلونونه او د کابل وراني

د داوود خان له شهيدېدو او په هېواد کي د سیاسي بدلونونو وروسته د کابل د ودې لړۍ ودرېدله. ګڼ شمېر ښاریان ووژل سول او ډېر یې مهاجر سول.

د کورنیو جګړو په پیل کي کابل په خورا سخت ډول ویجاړ سو؛ له ۸۰٪ زیات ښار خراب سو او لسګونه زره کسان په کي ووژل سول، ښار د مسعود او رباني لښکرو چور کړ او مځکي يې تر اوسه د مسعود، فهيم، شېرعلم، ممتاز، انوري او ګڼو نورو لنډغرو لاسونو کي دي.

سرچینې

۱– دانشنامهٔ آریانا، مهدی کابلی‌زاده

۲– کابل از بلدیهٔ امان‌الله خان تا …

۳– افغانستان در مسیر تاریخ، میرغلام محمد غبار

۴– حبیب عثمان

ترتیب: #انجمن_تاریخی_مندیگکMundigak.com