Home خانه

د نادر خان یوه لنډه تاریخي یادونه

د نادر خان یوه لنډه تاریخي یادونه

590961951 859131879999095 8719164090768977908 n590961951 859131879999095 8719164090768977908 nد افغانستان پخوانی پاچا، غازي محمد نادر خان، د ۱۳۱۲ لمریز کال د لړم په ۱۶ مه، د کابل په زړه کې، د خپلو خلکو په منځ کې د یوه زده‌کوونکي له لوري وویشتل شو او شهید شو.

هغه ورځ د ظاهر شاه لیسې (یادونه: ځینې سرچینې یې اماني لیسه هم بولي) زده‌کوونکو ته د انعامونو د وېش مراسم وو. پاچا، چې د پاکو جامو، عطرو، او منظم لباس شوق‌لرونکی وو، د شهادت پر ورځ یې تر ټولو ښکلې درېشي اغوستې وه. کله چې پاچا د انعام ورکولو لپاره راورسېد، یوه ۱۷ کلن زده‌کوونکي عبدالخالق، له دوهمې لیکې خپل پټ پستول راوویست او له نږدې یې پاچا ته درې مرګوني ډزې وکړې. پاچا په صحنه کې شهید شو.

غازي نادر خان یو مهم سیاسي او نظامي شخصیت و، چې د امان‌الله خان له تګ وروسته یې واک ترلاسه کړ او هڅه یې وکړه هیواد ته ثبات راولي. د هغه وژنه د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یوه له ترخو پېښو څخه ګڼل کېږي.

تل دې وي د ملي یووالي، ثبات او پرمختګ لارې

روح دې ښاد وي، غازي نادر خان!

صافی