Home خانه

چه څه کری هغه به ریبی

چه څه کری هغه به ریبی

Screenshot 2025 11 28 223851Aد ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې یو امریکایي عسکر «رابرټ بیلز» د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۶ غړي شـ.هیدان کړل او د هغوی جسدونه یې وسوځول.

رابرټ بیلز هغه وخت له افغانستان څخه سرې سترګې ووت او تر اوسه محاکمه نشو.

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې په زرګونو دغسي جنایتونه وکړل او ملکي وګړي یې شـ.هیدان کړل، چې هره سیمه او هر کلی یې شاهد دی. ما یې د بېلګې په توګه د یوې پېښې یادونه وکړه.

اوس که امریکا د دوی پر ملي ګارډ د رحمان الله لکڼوال برید سره ټولو افغانانو ته د بریدګرو او ترهګرو خطاب کوي، بیا نو د امریکا له ولسمشرانو نیولې تر عامو خلکو پورې ټول یې ترهګر دي، ځکه چې د یو جنایت کار رابرټ بیلز دفاع یې کړې او هغه یې د افغانستان له محاکمې په دې شرط وژغوره چې امریکا کې به یې محاکمه کوي خو دوی خوشې کړ.

دا ښایي حقیقت وي چې رحمان الله لکڼوال افغان دی، خو هغه دغه ډول ترهګریز فکر له خپلو امریکایي همکارانو اخیستی، د هغوی وحشتونه یې پخپلو سترګو لیدلي نو ځکه یې د هغوی پر لاره تګ کړی.