Home خانه

په امریکا کي د تېري شپې بریدکوونکی د آی‌اېس‌آی په مرسته د اسلام‌اباد له لارې امریکا ته رسېدلی و

په امریکا کي د تېري شپې بریدکوونکی د آی‌اېس‌آی په مرسته د اسلام‌اباد له لارې امریکا ته رسېدلی و

589115620 122144575088903241 8145407570022036653 nد امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د تېرې شپې بریدکوونکی هغه کس و چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی‌اېس‌آی په مستقیمه مرسته امریکا ته رسول شوی و. سرچینې زیاتوي چې یاد کس د اسلام‌اباد له لاري د ځانګړو اسنادو او پټ ملاتړ په وسیله متحده ایالاتو ته سفر کړی و.

د راپور لومړني جزئیات ښيي چې بریدکوونکی د پاکستان دننه له یوې محدودې کړۍ سره اړیکې لرلې او د هغوی په همغږۍ یې د سفر ټول مراحل ترسره شوي و. امنیتي چارواکي وايي چې دا قضیه د سیمه‌ییزو استخباراتي لوبو یوه خطرناکه بېلګه بلل کېږي.

امریکایي پلټونکي اوس مهال د برید تر شا د احتمالي سیمه‌ییزو یا نړیوالو شبکو د رول ارزونه کوي او هڅه کوي معلومه کړي چې بریدکوونکي ته په امریکا کې څوک ملاتړ ورکاوه.