Home خانه

افغان ولس د ملي یووالي پر لور پیاوړي قدمونه اخلي

افغان ولس د ملي یووالي پر لور پیاوړي قدمونه اخلي

Sher Mohammad Stanekzai 200شېر محمد امیني ستانکزی

الحمدلله، نن افغانستان د سوکالۍ، پرمختګ او ملي یووالي پر لور په چټک حرکت کې دی. افغان ملت یو ځل بیا نړۍ ته وښوده، چې د مېړانې ترڅنګ؛ د هېواد جوړونې او ولس‌پالنې په ډګر کې هم اتلان دي.

اوس زموږ د بحث محور سیمي، سمتونه او قبیلې نه دي؛ بلکې اسلامیت، انسانیت او افغانیت زموږ د یووالي بنسټ جوړوي. ملت د داسې یووالي په درشل کې ولاړ دی، چې د هرې ښېګڼې دروازې ورسره پرانیستل کېږي. که دا یووالی له لاسه ورکړو، نو خدای مه کړه، هغه تېرې ترخې تجربې به بیا تکرار شي.

تاریخ موږ ته بیانوي، چې نظامونه هغه وخت نړېدلي، چې ملي یووالی یې په نمایشي شعارونو بدل کړې وي. کله چې د نظام په منځ کې د شخصي ګټو لپاره د پردیو دسیسې ځای ونیسي، ولس بې برخې کېږي او حکومتونه د سمتونو، تعصبونو او دسیسو ښکار ګرځي.

پخوانیو نظامونو کې هم همداسې مغرضې کړۍ د ولس له غوغا پرته خپلې ګټې پر مخ وړلې. خو نن ورځ هغه فصل پای ته رسېدلی او افغان ولس د خپل تاریخ له تجربو راویښ شوي دي.

د پاکستان سره د کړکېچ پر مهال د ولس غبرګون وښودله، چې افغانان د ملي ګټو پر وړاندې یو موټی ملت دي. همدا یووالی د هغه ځواک سرچینه ده، چې دا مهال د افغانستان دښمن هېوادونه د افغان ولسونو له پاکې ارادې او ثباته وېره لري.

اوس زموږ خاوره د ویجاړونکو استخباراتي کړیو له نفوذه پاکه شوې، هېواد ملي استقلالیت ترلاسه کړی او ولس د لا قوي یووالي هیلې لري. خلک غواړي په آبادۍ کې برخه واخلي او د هر ډول تفرقې دروازې پر یو مخ وتړي.

د دې برکتمنې یووالي ساتنه د هر افغان وګړي مسوولیت دی، باید جزیي، زاړه او پردي‌ پال اختلافونه پای ته ورسېږي او د الهي ارشاداتو پر بنسټ د ورورګلوۍ فضا لا پیاوړې شي.

ځینو ناراضه بهر مېشت افغانانو ته اوس یو طلایي چانس برابر شوی دی، هغوی باید د پردیو په پار د وطن د بدنامولو او د منفي تبلیغاتو له لیکو ووځي. ځکه دا ډول تبلیغات د ملت د حیثیت پر وړاندې لوی زیان دی او تاریخ به یې هېره نه کړي. غوره دا ده، چې له وطن سره د مینې، یووالي او خدمت په روحيه هېواد ته راستانه شي او د آبادۍ بار له خپلو خلکو سره اوږه په اوږه تر منزله ورسوي.

په ملي یووالي کې برکت، ځواک او راتلونکي هیلې نغښتې دي. راځئ چې د ورورګلوۍ دا واحد قطار نور هم پیاوړی کړو او د خپل باعزته ملت لپاره د سوکاله راتلونکي په لور اوچت ګامونه واخلو.