Home خانه

جنرال سادات او پخوانی والی حلیم فدایې ترمنځ لفظی شخړه!

جنرال سادات او پخوانی والی حلیم فدایې ترمنځ لفظی شخړه!

Screenshot 2025 11 22 222246د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي مرستیال خوشحال سادات د پخواني والي حلیم فدایي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي:« که دغو والیانو خپلی دندی په ایمانداری ترسره کړی وی ځوانان او ولس به د حکومت په ضد نه دریدل او جگړه به نه وه. »

‏ــ ښاغلي سادات فدایي ته ویلي:« د جمهوریت پیل نه تر سقوط پورې چې زما یادیږي حلیم فدایي والي وه. کله به میدان وردګ کې، کله خوست، پکتیا او لوگر کې تعینیدو.»

‏ــ دغه پخواني جنرال حلیم فدایي ته ویلي چې:« امریکایي او افغان طیارو به د بمبارد نه مخکې ولایت مقام څخه وتسپ په وسیله اجازه اخیسته. پورته ولایاتو کې چې د هر چا کور بمبارد شوی وي حلیم فدایي دې ورته ځواب ورکړي.»

داپه داسې حال کی ده ، چی د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د کورنیو چارو وزارت پر پخواني امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات سختې نیوکې کړي.

‏ــ ښاغلي فدایي جنرال خوشال سادات مخاطب کړی چې دا ډول غیر مسولانه څرګندونې د بې باکۍ او بې پروا څرګندونو زیږنده ده.

‏ــ حلیم فدایي لیکلي:« د یوه جنرال له خولې دا ډول د تعصب او نفرت ډک انګریزي تصور ډېر خطرناک دی.»

‏ــ دغه پخواني والي ویلي:«غیر پښتنو ته د لنډغر اصطلاح مختص کول نهایت زیاته بې‌باکي او غیرمسؤلانه دریځ دی.»

‏ــ ښاغلي فدایي ویلي:« طالبان د پښتنو استازي نه دي. د دوی سیاست پښتنو ته منسوبول ډېرې خطرناکې پایلې لري.»