Home خانه

څرخ ولسوالۍ له وارداتي برېښنا سره نښلول کیږي

څرخ ولسوالۍ له وارداتي برېښنا سره نښلول کیږي

Screenshot 2025 11 21 225342د لوګر ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ، څرخ ولسوالۍ ته د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې پروژې چارې پیل شوي.

دغه پروژه د کورنیو چارو وزارت اړوند تامیناتي معینیت په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې په لومړي پړاو کې به د څرخ ولسوالۍ ملکي او نظامي ادارې له برېښنا څخه برخمنې شي او ورپسې به د سیمې اوسېدونکو ته برېښنا ورکړل شي.