Home خانه

کله چي د هېلن په نوم زړه ښځه محکمې ته ننوتله، ټول حاضرین چوپ سول

کله چي د هېلن په نوم زړه ښځه محکمې ته ننوتله، ټول حاضرین چوپ سول

584268632 1410200031106766 1750233429111947447 nهغې ۹۱ کاله عمر درلود، کمزورې وه او د روغتون کالي یې اغوستي وه، لاسونه یې تړل سوي وه او لړزېدل.

قاضي د هغې دوسیه وکتل او په دوسیه کي لیکلي وه: "درمـــــــــل غــــــــــــلا کـــــــول."

بیا یې هېلن ته وکتل او د هغې په لیدو یي زړه نرم سو.

هېلن او د هغې مېړه جورج ۶۵ کاله یو ځای ژوند کړی وو. هېلن هر سهار د مېړه د زړه د ناروغۍ ۱۲ ګولۍ ورته تیارولې چي ناروغي یې کنټرول کړي.

خو یو ځل یې د بیمې پیسې په وخت ورنه کړې؛ نو د دوا بیه له ۵۰ ډالرو څخه ۹۴۰ ډالرو ته لوړه سوه.

هېلن نه سوه کولای دونده پیسې ورکړي، نو دوا یې وانخیسته او کور ته ولاړه.

په کور کی یي د مېړه حالت خراب سو:

سخت ساه اخیستل، کمزوري او د ژوند ورو ورو ختمېدل.

درې ورځې یې د مېړه درد او تکلیف په خپلو سترګو ولید او ناتوانه سوه.

آخیر مجبور سوه بیرته درملتون ته ولاړه.

هلته چي د درملتون څښتن شا کړه، هېلن دوا په خپل بکس کي واچوله. خو دوکان د غلا زنګ ووهه او پولیس راغلل.

د پولیسو په لیدو، هېلن دومره یو بد حالت ته ولاړه چي حتی پولیسو روغتون ته انتقال کړه.

اوس نو هماغه د روغتون کالي یي اغوستي، محکمې ته ولاړه ده.

هېلن وویل:

«هیڅ مي فکر نه کاوه چي داسي ورځ به راسي، قاضی صاحب.»

قاضي ډېر وخت چوپ وو.

بیا یې وویل:

«د دې لاسونه خلاص کړئ.»

ځنځیر یې خلاص کړل.

قاضي څارنوال ته وویل:

«په دې کار تاسو د غلا لوی جرم جوړ کړي؟»

هېلن په ژړا سوه:

«مېړه مې ساه نه سوه اخیستلای…. ما بله لاره نه لرل.»

قاضي وویل:

«دا ښځه مجرمه نه ده. دا زموږ د نظام او زموږ غلطي ده.»

قاضي ټول تورونه سمدستي ختم کړل.

او ویې ویل:

«ددې د روغتون پیسې به نه اخیستل کېږي، او د مېړه دوا دې نن ورته ورکړل سي.»

ډاکټران او ټولنیز کارکوونکي یې د هغوی کور ته واستول.

وروسته له قاضي وپوښتل سول:

«ولې مو ژر پرېکړه وکړه؟»

ده وویل:

«عدالت یوازي د قانون تطبیق نه دی، عدالت انسانیت دی.

دې ښځې غلا نه ده کړې، بلکي د خپل مېړه د ژوند لپاره یې هڅه کړې ده او مینه او ژوند ژغورل هیڅکله جرم نه دی.»

#PH.

کاپی