Home خانه

دا څهرې دوياړلو اوستايلو دي!

دا څهرې دوياړلو اوستايلو دي!

585093921 717723731405116 1739246616722906536 nنن تاسو ته داسې یو افغان ليکوال، ژباړونکی، ژورناليست او هڅاند سيا ستوال درپېژنم چې تاسو ټول یې له نامه اودرانه شخصیت سره پوره آشنا اوبلدد یاست .

زموږ یوه لويه بدبختي داده چې دخپل ليکوال،شاعر ،اديب اوعلمی شخصيت په ژوند ليک نه يو خبر اودا راته معلومه نده چې دغه شخص چې اوس موږ اوتاسو ورته درناوی لرو تردغه ځايه څنگه راورسيد؟ له ماشوم توب نه تردغه وخته يې ژوند څنگه تېرسوی .

دمرحوم بينوا صاحب یې کور ودان چې دهيواد يوزيات شمېر ليکوال یې په خپل عالی اوتاريخي اثر اوسنی ليکوال کي هيوادوالوته وروپېژندل ،چې له بده مرغه اوس یې ديوزيات شمېر ځاي تش دي .

خوترهغه راوروسته موږدنوروغښتلو ليکوالو،شاعرانو، اديبانو اوعالمانوڅښتن سوی يو،ولي متاسفانه دهغوي دژوند په اړه دقيق معلومات نلرو.کتابونه یې لولو نوم یې ترغوږو راسېږي ولې دژوندپه اړوند یې دقيق معلومات نلرو. دغې تشي ته په کتوسره زه تر خپله وسه کوښښ کوم دفيسبوک پاڼي له لاري اوبيا که وسول يوه ټولگه به ورنه چاپ کړو،خپلو ځوانوليکوالونه يوشمېر ليکوال،علمی او ادبي شخصيتونه در وپېژنم ،ترڅوپدې وسيله وکولاي شم خپل ځوان ليکوال دکتاب لوستلو اوليکلو ته وهڅوم .

بلې ډوستانو!

چې غوټې پسي وهې پلاس به درشي

چاويل چې په درياب کي گوهر نسته

داددغه ځوان فرهنگپال،غښتلی ليکوال،شاعر اوهڅاندسياستوال دژوند دلاري مشعل او هنداره ده.که ددې شخصيت ژوندليک مطالعه کړو نودابه راته څر گنده شي چې تل یې هڅه کړې ترڅودهيواد يوځوان اوپېژندل سوی شخصيت اوسي.

پوهېږم چې ډيرویې تردغه ځاي پوري درارسېدوداستان پاڼې ندي لوستی ځکه مې وغوښتل تاسوته یې دروپېژنم اوځوان نسل یې دژوندليک په لوستلوپوه سی چې هرڅه دزيار اوزحمت په پايله کې ترلاسه کېږې .

داهم تاسو اوداهم دده دژوند ليک پاڼه :

اغلواوښاغلو ! څېړنوال دکتور عبدالغفور لېوال دريادوم

شاعر، لیکوال،څېړونکی اوژورنالیست دکتور عبدالغفور لیوال دمولوي علي محمدخان حسین خیل زوی دی، په۱۳۵۲ ل کال کې د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې زیږدېدلی دی.

زده کړې :

څېړنوال دکتور عبدالغفور لیوال په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې له اعتبارخان له عالي لیسې څخه عمومي اولنمره فارغ شو، په ۲۰۰۰ زیږدیز کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي نه د لسانس (لومړی درجه) سند تر لاسه کړ،۲۰۰۴- ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د امریکا د مریلند پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فوق لسانس ( همفري فیلوشپ) سند ترلاسه کړ، په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه ماستري سند په بري سره ترلاسه کړ او په ۲۰۲۲ یې په ایران که له علامه طباطبايي پوهنتون څخه په ادبیاتو کې دکترا واخیسته.

دندې :

۱ـ ( ۱۹۹۵ـ ۱۹۹۸زیږدیز) د کابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستیال

۲- ( ۱۹۹۸ – ۲۰۰۱زیږدی) دافغانستان لپاره د مرستو د مرکز د بشري حقونو څېړونکی

۳ـ ( ۲۰۰۲ زیږدیز) دآزادۍ راډیو دکابل بیرو عمومي ایډیتور او خبریال

۴ـ ( ۲۰۰۳ـ۲۰۰۴ زیږدیز) دافغانستان د اساسي قانون د کمیسیون ویاند اود مطبوعاتي دفتر مشر

۵ـ ( ۲۰۰۵ زیږدیز) د چارو دادارې په لوی ریاست کې د فرهنګي چارو رییس او مطبوعاتي سلاکار

۶ـ له (۲۰۰۶ زیږدیز څخه تر ۲۰۱۵ ) دافغانستان دسیمه ییزو مطالعاتودمرکز رییس.

۷ – له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د سرحداتو د وزارت سیاسي معین او سرپرست وزیر .

۸ـ له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د سرحدونو او قبایلو په چارو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ارشد مشاور .

۹ـ له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په ایران کې دافغانستان لوی سفیراو فوق‌العاده استازی.

نورې سیاسي ـ فرهنګي چارې:

۱ـ په بېړنۍ لویه جرګه کې د افغان لیکوالو ، شاعرانو او ژورنالیستانو منتخب استازی.

۲ـ د اساسي قانون د لویې جرګې د مطبوعاتي ټیم مشر او ویاند .

۳ـ د ګڼو مسلکي ، هنري او ادبي تصدیقلیکونو ، ستاینلیکونو او لوحو ګټونکی.

۴ـ په هېواد اوبهر کې دیو شمېر علمي، فرهنګي او ادبي خپرونو د کتونکې ډلې غړی.

۵ـ د قلم د نړیوالې ټولنې غړی او په افغانستان کې یې د بنسټ ایښودونکې شورا غړی.

۶ـ د افغان کلتوري ټولنو د جرګې غړی او په افغانستان کې یې د بنسټ ایښودونکې جرګه ګۍ غړی.

۷ـ دافغان ادبي بهیر او رشاد کره.

۸ ـ په فرانسه کې د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېړنو د انستیتیوت بنسټ‌ایښوونکی او مشر.

لېوال د خپلو رسمي دندو پرمهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په علمي، تحقیقي، سیاسي او مطالعاتي کنفرانسونو کې د افغانستان په استازولۍ ګډون وکړ،چې هلته یې ویناوې او مقالې هم اورولي دي،چې ځينې یې دا لاندې دي:

۱- په اروپا او اسیا کې دځواک پرتلیز انډول او ستونزې، نړۍوال سیمپوزیم ، هوکایدوپوهنتون (جاپان)جولای ۲۰۰۹کال .

۲- د افغانستان او قبایلي سیمو وضعیت ، لکچر، اوساکا پوهنتون ( جاپان) ۲۰۰۹کال .

۳- د افغانستان او روسیې نوې اړیکې ، نړۍوال کنفرانس ( مسکو ـ روسیه )،اپریل ۲۰۰۹ کال.

۴- د افغانستان او روسیې د نویو شرایطو مطالعه ، سیمه ییز سیمینار( مسکوـ روسیه ) مۍ ۲۰۰۹کال .

۵- افغانستان زموږ کور زموږ راتلونکی، نړۍوال کنفرانس (لندن ـ انګلستان ) فبروري ۲۰۰۹کال .

۶- افغانستان او منځنۍ اسیا - ستونزې او امکانات، نړۍوال کنفرانس (دوشنبه ـ تاجکستان) ۲۰۰۸کال .

۷- دیموکراسي او ثبات ـ ګډې هڅې او امکانات ، نړۍوال کنفرانس ( باکو - آذربایجان) ۲۰۰۸کال .

۸-د ا فغانستان د بیارغوونې بهیر،سیمه ییز کنفرانس ،جواهر لال نهرو پوهنتون (ډهلي ـ هند) ۲۰۰۸کال .

۹- د ورېښمو دلارې نوې احیا ، نړیوال سیمینار ، کشمیر پوهنتون ( سرینګر ـ هند) ۲۰۰۸کال .

۱۰- په جنوبي اسیا کې د سولې لپاره د تدریسي پروګرام جوړښت ، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون (ډهلي هند) ۲۰۰۸کال .

۱۱ – په افغانستان کې حکومت رغوونه او سیاسي تاوتریخوالی، سیمه ییز کنفرانس، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون، ( ډهلي هند) ۲۰۰۷کال .

۱۲- اسیا او اروپا ته د ناتو پراخېدل،نړیوال کنفرانس، دایران د بهرنیوچارو وزارت ( تهران – ایران) ۲۰۰۷کال .

په جنوبي اسیا کې د سولې لارې چارې ،سیمه ییز کنفرانس ، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون ( ډهلي هند) ۲۰۰۷کال .

۱۳- دافغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د سولې درې اړخیزې خبرې،ډهلي پالیسي ګروپ،( ډهلي هند) ۲۰۰۹کال .

له دې پرته په افغانستان کې د ۲۵ کنفرانسونو ، سیمینارونو او علمي غونډو جوړونکی،دتدویرد چارود کمېټو یا علمي غړی .

۱۴ـ دسیمه ییزې همکارۍ علمي څېړنه ، ۲۰۱۰ استانبول ، تورکیه.

۱۵ـ د شنګهای لسکلن حضور ته علمي کتنه ، ۲۰۱۱ کال ، قزاقستان الماتا.

۱۶ـ دسارک ادبي فیستیوال،۲۰۱۱ ډهلي هندوستان.

او ګڼ شمېر نور علمي سفرونه.په هېواد کې دلسګونو علمي ناستو تنظیم او علمي غړیتوب.

ښاغلی لېوال د افغانستان د جمهوري دولت تر سقوط وروسته څو میاشتې په ایران کې پاتې و او بیافرانسې ته کډوال شو، چې اوس هلته په جلاوطنۍ کې هم علمي، ادبي او فرهنګي چارې پرمخ وړي.

خپاره شوي آثار:

۱- مخه ښه او دوه منظومې ،شعري مجموعه

۲- ژړا ،اور ،مینه، شعري مجموعه

۳- هوسۍ ،تاریخي – حماسي منظومه

۴- ارشاک او اوشاس، تاریخي – حماسي منظومه

۵- د ورېښمو تول ، ادبي کره کتنه

۶- کله چې ته خپه شې، شعري مجموعه

۷- د ماشومانو لوبې او غوره بوختیاوې ، څېړنه

۸- د نیلوفرو کیسې ، د ښځینه اتلانو کیسې ، ټولونه

۹ - د ټرای ښځې ( له اسد اسمايي سره ګډ) ، ژباړه

۱۰- نه ته مې هېره نه وې، ، شعري مجموعه

۱۱- لام او ایلینو، تاریخي – حماسي منظومه

۱۲- ادبي یادښتونه ، دڅېړنیزو مقالو مجموعه

۱۳- ته زما ټوله شاعري یې ، دشعرونو مجموعه

۱۴- د پوهاند سید بهاالدین مجروح د پښتوادبي آثارو رواني څېړنه ( دماسترۍ دورې تیزس).

۱۵ – درېیمه لاره، دسیاسي ـ ټولنیزو مقالومجموعه

۱۶- شعري سېمبولونه ، دادبي تیوري په اړه علمي رساله

۱۷ - افغانیزم ، دسیاسي - ټولنیزو مقالو مجموعه

۱۸- شل مېلیونران ، دسیاسي - ټولنیزو مقالو مجموعه

۱۹ – د ژبښوونې ارونه ( دژبې دتدریس اصول ) علمي رساله .

۲۰ – ادبي لیدلوري، د ادبي مقالو مجموعه، پښتو اکاډمۍ کوټه

۲۱ـ ګلغوټۍ ته اووم سرود، د شعرونو مجموعه .

۲۲ـ افغانستان او انسانمحوره سیاست، د سیاسي ـ ټولنیزو مقالو مجموعه .

۲۳ ـ د ستوریو کیسې، د ماشومانو لپاره منظومې کیسې

۲۴- کک او زرینه، تاریخي حماسي منظومه

۲۵ـ ویښتیا، روښانتیا او بدلون؛ د سیاسي ـ ټولنیزو مقالو مجموعه

۲۶ـ په ادبیاتو کې د اسطورې څېړنه، علمي تحقیقي اثر، د علومو اکاډمۍ.

۲۷ـ پینځه منظومې، د منظومو ټولګه،

۲۸ـ تا د اوبو په حافظه کې وینم، د شعرونو ټولګه، کوټه چاپ

۲۹ـ لارویان (مریدنامه) جرمني چاپ

۳۰- هوسۍ (دویمه منظومه) ډنمارک چاپ

۳۱- سلسال او شاه‌مامه (منظومه) جرمني چاپ

مقالې :

تر۲۵۰ ډیرې علمي مقالې په ملي او نړیوالو کتابونو، خپرونو او ویبپاڼو کې خپرې شوي دي چې:سیاسي ، ټولنیزې ، ادبي ،د ژورنالیزم او ارواپوهنې مسایل په کې څېړل شوي دي.

ليوال صاحب په پښتو ، دري او انګلیسي ژبو بلداوليکنې لري .

دشعر په اړوند یې بايد څرگنده شی چې ښاغلي لیوال په خپلو شعرونو کې د افغاني ټولنې ریښتینې څیره له ټولو ورپېښو دردونو اوکړاوونو سره په ډیره میړانه او زړورتیا په شاعرانه احساس او هنرمندانه ژبه خپلو هیوادوالو،لوستو نکو او اوریدو نکوته په ډاګه کړې ده. ده ته خدای پاک یو لوی ادبي او شعري استعداد او وړتیا ور په برخه کړې ده.ده دخپل لوړفکر او ریاضت په هڅو خپل شعري موخه او پیغام له جولیز او مانیز پلوه پسوللي او رنګین کړي چې ته به وایې سړی د یوه هنري فلم ننداره کوي. دې بیلګو ته یې ځیر شئ :

د یو خـــــــــــړ ماښام فضــــــا ده په دره کې

لومړني ستـــــوري سترګګ وهي آسمان کې

د درې له دواړه لوريو شنـــــــــــــو ځنګلونه

دچنچڼو غــــــــــــــږ لا اوس هم پورته کېږي

چېرې بوم غږ رابهر کــــــــــړي له ځنګله نه

داسې ښکاري شپه په بیــــــــــــــړه را روانه

یو کاروان راځـــــــــي په لاره له چتـــــــراله

دوه سپاره یې مخــــــامخ شــــــول په دره کې

يو سپين آس پــــــــرې اسماني ټیکری رپيږي

په سمند باندې يو دنــــــــــګ زلمی ښکاريږي

په چوپتیاکې سپاره مل دلــــــوی کاروان شول

په ځنګله کې چې خاموش جوړه مارغان شول

په دره باندې رڼـــــــــــــــــــا دسپوږمۍ راغله

سیند دستورو شنه هینــــــــــــداره شوه ځليږي

يوې ښکـــــــــلې سر د پـــــــلار پـر ټټر ايښي

په رکاب کې یې دځـــــــــــــوان توره ځلـيږي

او یا وایي:

روح لـکه هېنداره

زر ځلې كافـر شومه بيا دې مسلمان كړمه

زه له خټو جوړ ادم مينې دې انسان كړمه

روح مې آيينه غـوندې ته يې د ښكلا تصوير

څومره رانږدې شولې څومره دې جانان كړمه

تا ته چې درګورمه څنګه به مومن شمه

ستا په عشق كې ډوب يمه څنــګه دې ايمان كړمه

څاڅكى د شبنم يمه پروت په يوه شنـه پاڼه

يو ځل كه راوګورې څاڅـكى به باران كړمه

هره ساه مې زړه كې يې هره ساه مې سترګو كې

چېرته دې پيدا كړمه چېـرته دې پنهان كړمه

ـ پوهاند دوکتور مجاوراحمدزیار، چې زموږدهیواد نومیالی فرهنگيال څواړخيز منلی شخصیت ژبپوهاند اوادبپوهاند، ليکوال، رسنوال او تکړه وينا وال دی د ښاغلي غفور لیوال د شعري ټولګې په اړه ، چې (ته زما ټوله شاعري یې) نومیږي، په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلي دي :((ته زما ټوله شاعري يې)) يو زړه راکښونکی شاعرانه نوم دی چې دپښتني- افغاني ځوان پښت استاز ندويه نوښتگر شاعر غفور لېوال پکې د خپلې ازادې او نيم ازادې ريالېستي شاعرۍ گردې پنځونې په يوځايي ډول رانغښتې دي. شاعرانه نوم يې په دې بولم چې زما په څېر، د ژبني هنر او بيا يې د هنري ترين ځېل نور مينه وال ځنې د يوې رښتيني او نوښتگرانه شاعرۍ جاج اخېستلای شي، يو داسې نوم چې په ليدو او اورېدو سره مو د يوه ورته نومولي انځورد ذهن پر پرده راټو کېږي.که نه، له وچ کلک دوديز نامه((کليات)) څخه، له پنډوالي او پېړوالي پرته، بل څه جاج رامخته کېدای شو!

نوره د هرچا خوښه او خورمنځ چې پخپله غفور لېوال څه وړ شاعر نوموي، خو زه يې د تېرو هېرو او نوو حماسو تاندوونکی او پنځوونکی بولم، او له همدې ليد توگې اوگوټپېره يې د ارزولو يوه هڅه کوم.))

ـ د ښاغلي پوهاند دوکتورزیار صاحب د خبرو پر استناد د ښاغلي لیوال په شعرونو کې د پخوانیو او نویو حماسو اغیز، کلیوالي او تاریخي کرکترونه او وییپانګه په ډیر ښکلي او زړه راښکونکي شکل داسې انځور شوې دي، چې د هر با احساسه انسان جذبات او ولولې راپاروي.

پدې ټکو یې رانغاړم له هغې ورځې چې ښاغلی ليوال دخپلئ کورنۍ سره تر فرانسي راسېدلی شپه اوورځ یې کوښښ کړئ ترڅودلته په بهرکي هم په نه ستړ ې کېدونکی بڼه دافغانان سره يوځاي ددوي په علمی اوفرهنگی کنفرا نسونو کې چې په اروپا کې جوړ سوی فعاله ونډه اخيستې ده .

زه ورته دژوندپه ټولو چارو،علمی او سياسی هڅوکي دلازياتوبرياوو هيله کوم دروغتيااو خوښيوسره مل اوږد ژوند ورته غواړم.