Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست له ۲۲۰ مجاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د لوګر د پوهنې ریاست له ۲۲۰ مجاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

پل علم
د نشراتو مدیریت
چهارشنبه، ۲۹/۱/۱۴۰۳ – ۴۰:۰۲

IMG 20240417 WA0001 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د پوهنې وزارت د یوې کړنلارې پر اساس له شاوخوا ۲۲۰ مجاهدینو څخه د سویې د ثبیت ازموینه واخیسته.

دغه ازموینه مجاهدینو ته د زده کړو اسانتیاوو د برابرولو ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو تعلیمي بنسټونو ته د دوی د شاملولو په موخه د یوې ځانګړې کمېټې له خوا واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې نږدې ۲۲۰ مجاهدینو ګډون کړی وو چې د دولسم ټولګي بریالي کسان به یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انستیتوتونو او د نهم ټولګي کامیابان به یې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مسلکي لېسو په لسمو ټولګیو کې جذب شي.IMG 20240417 WA0002 400

د یادولو ده ،چې د لوګر د پوهنې ریاست د روانې حمل میاشتې په لومړیو کې هم له شاخوا ۷۰۰ مجاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه اخیستې ده.