Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست شاوخوا ۱۸ زره نوي زده کوونکي جذب کړي

د لوګر د پوهنې ریاست شاوخوا ۱۸ زره نوي زده کوونکي جذب کړي

پل علم
د خپرونو مدیریت
دوشنبه، شوال المکرم ۶ مه، وري ۲۷ مه


IMG 20240415 WA0001 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پیلېدو وروسته نږدې ۱۸ زره د ښوونځي عمر برابر نوي ماشومان جذب کړي دي.

IMG 20240415 WA0002 400یاد زده کوونکي د هلکانو او نجونو په ۲۸۱ ښوونځیو کې جذب شوي دي ، چې ټولو په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه پوره کړي دي.IMG 20240415 WA0003 400IMG 20240415 WA0004 400

په جذب شویو زده کوونکو کې ۱۲ زره هلکان او ۶ زره نجونې شامل دي چې له جذب وروسته دوی ته درسي کتابونه او درسي توکي هم ورکړل شوي دي.IMG 20240415 WA0008 400IMG 20240415 WA0005 400

د یادولو ده، چې د لوګر د پوهنې ریاست دا مهال د هلکانو او نجونو ۲۸۱ ښوونځي لري چې د جذب شویو زده کوونکو په ګډون شاوخوا ۱۸۶ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.IMG 20240415 WA0006 400IMG 20240415 WA0007 400