Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او د عمومي زده کړو آمر د شهید غلام نبي سمسور له لېسې څخه لیدنه کړې ده

د لوګر د پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او د عمومي زده کړو آمر د شهید غلام نبي سمسور له لېسې څخه لیدنه کړې ده

پل علم
د خپرونو مدیریت
یکشنبه، شوال المکرم ۵ مه ، حمل ۲۶ مه


IMG 20240414 WA0001 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او د عمومي زده کړو آمر حاجي ابراهیم حمدي د شهید غلام نبي سمسور لېسې ته ورغلی او د دې لېسې له آمر ، ښوونکو او د زده کوونکو له والدینو سره یې لیدنه کړې ده.

IMG 20240414 WA0002 400هغه په دې لیدنه کې د یادې لېسې تدریسي بهیر ارزولی ، د خلکو شوي شکایتونه یې څېړلي ، له آمر ، ښوونکو او د زده کوونکو له والدینو سره یې لیده کاته کړي ، د دوی تعلیمي ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي او هغوی ته یې د حل ډاډ ورکړی دی.IMG 20240414 WA0003 400

یاده لېسه چې د کنجک په سیمه کې د نایب امین الله خان ۳۰۰ سوه بستریز روغتون ته څېرمه موقعیت لري نږدې ۱۰۰۰ زرو پورې زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.