Home خانه

د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبې، رمضان المبارک ۲۹ مه ،حمل ۲۰ مه

IMG 20240408 WA0000 400د لوګر ولایت د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور د اړوندو ارګانونو د مسوولینو تر منځ د روانې حمل میاشتې سکتوري غونډه جوړه شوه.
دا غونډه چې د پوهنې ریاست د ښوونکو روزنې او عمومي زده کړو مرستیال حاجي ابراهیم حمدي په مشرۍ جوړه شوې وه پکې د پوهنې سکتوري ادارو رئیسانو او استازو په جلا – جلا ډول خپل د تېرې یوې میاشتې کاري راپورونه او د راتلونکي ثور میاشتې پلانونه د پوهنې ریاست مرستیال ته تشریح کړل .

IMG 20240408 WA0001 400IMG 20240408 WA0002 400IMG 20240408 WA0003 400یاده غونډه هره میاشت یو ځلې د ولایت مقام سره په همغږۍ د اقتصاد ریاست د مهال وېش له مخې د پوهنې سکتوري ادارو تر منځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو ،مرستندویه موسسو ته د پراختیایي پروژو وړاندې کولو ، د پوهنې سکتور د ستونزو هوارولو او د میاشتني لاسته راوړنو او فعالیتونو د شریکولو په موخه جوړېږي.