Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست د ۱۴۰۳ کال د منظور شوي عملیاتي د تشریح او توضیح غونډه جوړه شوه

د لوګر د پوهنې ریاست د ۱۴۰۳ کال د منظور شوي عملیاتي د تشریح او توضیح غونډه جوړه شوه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، رمضان المبارک ۲۸ مه ، حمل ۱۹ مه

IMG 20240407 WA0000 400د پوهنې وزارت له خوا؛ د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ته د روان ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره د منظوري شوي عملیاتي پلان د تشریح او توضیح غونډه جوړه شوه.
دا غونډه د پوهنې وزارت د پلان او ارزونې ریاست د لارښوونې له مخې د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي په مشرۍ جوړه شوې وه چې د دغه ریاست مرستیالانو ، عمومي مدیرانو او د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو پکې برخه اخیستې وه.

IMG 20240407 WA0001 400په دې غونډه کې په مفصل ډول د یاد شوي عملیاتي پلان کاري پروګرامونه او کاري پلانونه تشریح او توضیح شول او هم ګډون والو ته یې د دغه عملیاتي پلان د اجراآتو او فعالیتونو د ترسره کولو لارې چارې وښودل شوې.
یاد عملیاتي د پوهنې وزارت له خوا ترتیب او منظوری شوی ، ۸۹ شاخصونه او ۱۵۶ کاري پلانونه او کاري پروګرامونه لري ، چې د لوګر د پوهنې بهیر د سمون او ښه والي په موخه نوي پروګرامونه او پلانونه پکې په پام کې نیول شوي دي.