Home خانه

د پوهنې وزارت د لوګر د پوهنې ریاست ته ۹ پروژې منظورې کړې دي

د پوهنې وزارت د لوګر د پوهنې ریاست ته ۹ پروژې منظورې کړې دي

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، رمضان المبارک ۲۲ مه ، حمل ۱۳ مه

IMG 20240401 WA0000 400د پوهنې وزارت له خوا د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ته ۹ پروژې منظورې شوي، چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي.

یادې پروژې د پوهنې ریاست د مسوولینو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پايله کې د پوهنې وزارت نوې منظورې کړې دي، چې مالي لګښت یې یونیسف په غاړه اخیستی دی.

په منظور شوېو پروژو کې د مرکز او ولسوالیو ۹ ښوونځیو ته د احاطې دېوالونو ، په لمریزه برېښنا سمبال د څښاک پاک اوبو شبکو، د لاس مینځلو ځایونو، د عصري او ساده تشنابونو او کانکریټي کثافت دانیو جوړول شامل دي.

د نوموړو پروژو عملي چارې به په نږدې ورځو کې پیل شي ، چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه ښوونکو او نږدې ۱۵ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې وړده، چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز ښوونیز کال کې هم د لوګر لسو ښوونځیو ته د یونیسف په مالي لګښت د اوبو سولري شبکې، د لاس مینځلو ځایونه ، کانکریټي کثافت دانۍ او مبرزونه جوړ شوي دي.