Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو تعلیمي ستونزې او غوښتنې واورېدې

د لوګر د پوهنې رئیس د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو تعلیمي ستونزې او غوښتنې واورېدې

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، رمضان المبارک ۲۱ مه ، حمل ۱۲ مه

IMG 20240331 WA0005 400د لوګر ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي د مرکز او ولسوالیو د پوهنې له آمرانو سره ولیدل او په یوه غونډه کې یې د دوی تعلیمي ستونزې او غوښتنې واورېدې.

یاده غونډه چې د پوهنې ریاست د مقام په دفتر کې جوړه شوې وه د اسلامي زده کړو مرستیال مفتي سید ضیاء احمد صارم احمدآغا له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او بیا د پوهنې رئیس له خوا د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو ته ښه راغلاست او هرکلی وویل شو.

IMG 20240331 WA0007 400وروسته د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو د خپلو ولسوالیو تعلیمي ستونزې او غوښتنې د پوهنې له رئیس او مرستیالانو سره یې شریکې کړې او د شته تعلیمي ستونزو او غوښتنو په هواري کې د مرستې غوښتونکي شول.IMG 20240331 WA0006 400

د پوهنې رئیس د دوی د تعلیمي ستونزو او غوښتنو تر اورېدلو وروسته هغوی ته د هر ډول همکاریو او د تعلیمي ستونزو د هواري ډاډ ورکړ او هم یې هغوی ته لارښوونه وکړه،چې له خپلو اړوندو ښوونځیو څخه جدي نظارت وکړي او د نظارت راپورونه له ده سره هم شریک کړي.