Home خانه

د لوګر یوې لېسې ته د لمریزې برېښنا سیستم جوړ شو

د لوګر یوې لېسې ته د لمریزې برېښنا سیستم جوړ شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
پنجشنبه، رمضان المبارک ۱۸مه ، حمل ۹ مه

IMG 20240328 WA0002 400د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خیلو د هلکانو لېسې ته د لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا سولري سیستم د دغې لېسې د ادارې په هڅو او زیار سره د سیمې پوهنپالو حیات الله احمدزي، انجینر محمد همایون ستانکزي، او ډاکټر محمد صابر ستانکزي په شخصي لګښت جوړ شوی چې شاوخوا ۶۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

IMG 20240328 WA0003 400یاد سولري سیستم ۶ سولرونه ، یو انوایټور ، یو د اوبو آببازک ، ۸۰ متره پیپ او نور اړین برېښنایي وسایل لري ، ۵ کیلو واټه برېښنا تولیدوي ، چې له تولید شوي برېښنا څخه به یې د لېسې د برېښنایي وسایلو په روښانولو کې کار واخیستل شي.

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي له یادې لېسې سره د پوهنپالو مرستې ستایي او د هغوی خدمتونه نه هېرېدونکي بولي.

د یادولو ده،چې دا مهال د کلي پوهنپالو له خوا د ۱۲۰ زره افغانیو په لګښت د دغې لېسې د ودانیو او اړینو ملحقاتو د رنګولو چارې هم روانې دي.