Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس د پوهنې همکارو موسسو له ولایتي مسوولینو او استازو سره وکتل

د لوګر د پوهنې رئیس د پوهنې همکارو موسسو له ولایتي مسوولینو او استازو سره وکتل

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهار شنبه، رمضان المبارک ۱۷ مه ، حمل ۸ مه

IMG 20240327 WA0000 400د لوګر ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي د پوهنې شپږو همکارو موسسو له ولایتي مسوولینو او استازو سره لیدنه وکړه.

هغه دا لیدنه د خپل کار په دفتر کې د یونیسف، آی آر سي، وایفا، ماپو، وفا او د افغانستان له بشریت سره د همکارۍ په نومونو د مرستندویه موسسو له ولایتي مسوولینو او استازو سره کړې ده.

IMG 20240327 WA0001 400په پیل کې یادو مرستندویه موسسو د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په تړاو د پوهنې رئیس ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د دوی ټول فعالیتونه او پروګرامونه د پوهنې له وزارت سره په تفاهم برابر شوي دي.IMG 20240327 WA0002 400

وروسته د پوهنې رئیس د نوموړو موسسو پر فعالیتونو او خدمتونو خوښي وښوده او دوی ته یې لارښوونه وکړه، چې خپل ټول فعالیتونه او پروګرامونه د پوهنې وزارت له تړون سره سم پرمخ یوسي.IMG 20240327 WA0003 400

د یادولو ده، چې یادې موسسې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ له زده کړو پاتې ماشومانو ته د سیمه ییزو ټولګیو،نالوستو ته د سواد زده کړې کورسونو، ښوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو،ښوونځیو ته د ودانیو او اړینو محلقاتو جوړولو په برخو کې همکاري کوي.