Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست ۴ نوي لومړني ښوونځي تاسیس کړي

د لوګر د پوهنې ریاست ۴ نوي لومړني ښوونځي تاسیس کړي

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سه شنبه، رمضان المبارک ۱۶ مه ، حمل ۷ مه

IMG 20240326 WA0002 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د ۱۴۰۳ لمریز ښوونیز کال په پیلېدو سره له زده کړو بې برخې ماشومانو ته ۴ نوي لومړني ښوونځي تاسیس کړي دي.
یاد ښوونځي د سیمې اوسېدونکو پرله پسې غوښتنو وروسته د پوهنې ریاست ، د پل علم او د خروار ولسوالۍ د پوهنې آمریتونو په زیار او نه ستړې کیدونکو هڅو سره د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوي دي.

په تاسیس شویو ښوونځیو کې په پل علم کې د حضرت بي بي حلیمې (رض) او د حضرت طارق بن زیاد (رض) او په خروار ولسوالۍ کې د حضرت محمد مصطفْی (ص) او د حضرت خالد بن ولید (رض) په نومونو ښوونځي شامل دي.
د تاسیس شویو ښوونځیو په سیمو کې پخوا ښوونځیو شتون نه درلود چې د دغو ښوونځیو په تاسیسولو سره شاوخوا ۲ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.