Home خانه

ارسلا جمال د لوګر والي شو

arsalah jamali د خوست پخوانی والي ارسلا جمال د محمد اقبال عزیزي پر ځای د لوګر والي وګومارل شو. نوموړى د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په منظورۍ د لوګر والي ټاکل شوى دى . ارسلا جمال په کال ١٣٤٥ کال د پکتيکا ولايت د يوسف خيلو په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.

 په ١٩٨٣كال كې د پيښور له سيد جمال الدين افغان ليسې څخه فارغ شوى دى . په ١٩٩١ کې د ماليزيا د کولالمپور پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د نړيوال تجارت او د پيسو سيستم له څانګې څخه فارغ شوى دى. نوموړي له فراغت نه وروسته ؛ درې کال په پيښورکي د نبراسکا پوهنتون په مالي څانګه کې کارکړى دى. جمال د ١٩٩٧ زيږديږ کال څخه تر٢٠٠٤ پورې د پاملرنې موسسې د مشترکو ابتکاراتو پروژي مسوول و . جمال د شپږو مياشتو لپاره د کورنيو چارو وزارت د ثبات استحکام او ملي انکشاف مسوليت په غاړه درلود او له ٢٠٠٦ ــــ ٢٠٠٨ کال پورې دخوست والي و. له ولايت څخه وروسته د جمهوري رياست لپاره د کرزي د کمپاين د دفتر غړي هم و. اوس دا دى د لوګر د والي په توګه وټاكل شوه.