Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست په نږدې ۷۸ زره ښوونکو او زده کوونکو درسي توکي وېشلي

د لوګر د پوهنې ریاست په نږدې ۷۸ زره ښوونکو او زده کوونکو درسي توکي وېشلي.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهارشنبې، شوال ۶ مه، ثور ۶ مه

IMG 20230417 WA0003 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د خپلو شته ۲۷۵ ښوونځیو پر ۲۳۰۴ ښوونکو او ۷۵۶۶۰ زده کوونکو درسي مواد وېشلي دي.

یاد وېشل شوي درسي مواد د یونیسف موسسې مرسته شوي درسي مواد دي چې شاوخوا ۳۵۸ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.

IMG 20230417 WA0004 400

په دې مرسته کې هر ښوونکي ته د ۵ قلمه درسي موادو ډک یو کېټ او هر زده کوونکي ته یوه بکسه او ۸ قلمه د اړتیا وړ درسي توکي ورکړل شوي دي.

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی حاجي مولوي جنت ګل عزیز له ښوونکو او زده کوونکو سره د یونیسف شوې مرسته د ستاینې وړ بولي او د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.