Home خانه

د لوګر یوه ښوونځي ته د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو ایستلو سیستم فعال شو

د لوګر یوه ښوونځي ته د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو ایستلو سیستم فعال شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شوال ۵ مه، ثور ۵ مه

IMG 20230425 WA0003 400

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د رستم خیلو د هلکانو لېسې ته د لمریزې برېښنا پر مټ له څاه څخه د اوبو ایستلو سیستم فعال شو.

یاد سیستم د پوهنې له آمریت سره په همغږۍ د ښوونځي ادارې په هلو ځلو د زده کوونکو د والدینو په مالي مرسته فعال شوی دی.

IMG 20230425 WA0004 400

فعال شوی سیستم دوه سولرونه، د اوبو آببازک، پیپ او ځینې نور اړین وسایل لري، چې د یو اېنچ په اندازه اوبه باسي.
IMG 20230425 WA0001 400

د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر په ډېرو ښوونځیو کې د مرستندویه موسسو، خیریه بنسټونو ،عامو خلکو او د زده کوونکو د والدینو له خوا ورته سیستمونه جوړ شوي دي.

IMG 20230425 WA0002 400