Home خانه

په لوګر کې له ۱۳ دیني مدرسو سره د خوراکي موادو وشوه

په لوګر کې له ۱۳ دیني مدرسو سره د خوراکي موادو وشوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

IMG 20230408 WA0010 400

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ له ۱۳ لیلیه لرونکو دیني مدرسو سره د یوه خیریه بنسټ له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د پوهنې له آمریت سره په همغږۍ د حضرت عمر فاروق (رض) خیریه بنسټ د لوی خدای (ج) د رضا او ثواب حاصلولو په موخه کړې ده.

IMG 20230408 WA0009 400

د دغې مرستې له لارې هرې مدرسې ته ۳ بوجۍ ورېجې، یوه بوشکه شپاړلس لېتره غوړي ، ۲ منه بوره او ۲ کیلو شین چای ورکړل شوي دي.

IMG 20230408 WA0011 400

د یادونې وړده، چې دغه خیریه بنسټ له دې مخکې هم د لوګر له ځینو دیني مدرسو او ښوونځیو سره د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې پراخه همکاري کړې ده.

IMG 20230408 WA0012 400