Home خانه

په لوګر کې د یوه ښوونځي له ۱۵۰ غریبو زده کوونکو سره مرسته وشوه

په لوګر کې د یوه ښوونځي له ۱۵۰ غریبو زده کوونکو سره مرسته وشوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، رمضان المبارک ۱۵ مه ، حمل ۱۷ مه

IMG 20230406 WA0005 400

د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د خواجه محمد اکبر خان د هلکانو د منځني ښوونځي له ۱۵۰ غریبو زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وشوه.

یاده مرسته د پوهنې ریاست او د پوهنې ښاري آمریت په پوره همغږۍ د خواجه محمد اکبر خان خیریه بنسټ زده کړو ته د زده کوونکو د لاهڅونې په موخه وکړه.

IMG 20230406 WA0006 400

په دې مرسته کې هر زده کوونکي ته یوه بکسه، ۱۰ لس کتابچې ، ۵ قلمونه، ۱۲ پنسلونه او یو دانه خط کش ورکړل شول.

IMG 20230406 WA0007 400

د لوګر د مرکز پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري د یاد خیریه بنسټ له مرستو مننه وکړه او پر نورو سرمایه لرونکو خلکو یې هم غږ وکړ، چې دغه ډول غریبو زده کوونکو سره دې مرسته وکړي.

IMG 20230406 WA0008 400

IMG 20230406 WA0009 400

IMG 20230406 WA0010 400