Home خانه

په لوګر کې ۱۸۱ تنو نجونو د محمدي عالي دارالعلوم ته د شمولیت ازموینه ورکړه

په لوګر کې ۱۸۱ تنو نجونو د محمدي عالي دارالعلوم ته د شمولیت ازموینه ورکړه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، رمضان المبارک ۱۱ مه، حمل ۱۳ مه

IMG 20230402 WA0000 400

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د دولسمو ټولګیو له ۱۸۱ تنو فارغو شوېو نجونو څخه د محمدي عالي دارالعلوم لپاره د شمولیت ازموینه واخېستل شوه.

یاده ازموینه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د لارښوونې له مخې واخېستل شوه، چې د ازموینې ټولې ګډون والې د تېرو څو کلونو د دولسمو ټولګیو فارغینې وې.

د دغې ازموینې له لارې به ؛ کامیابې شوې نجونې په محمدي عالي دارالعلوم کې د دیني نیمه عالي زده کړو د بشپړولو په موخه جذبې شي .

محمدي عالي دارالعلوم د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې به په مرکز پل علم کې هم یوه بله ورته ازموینه واخېستل شي.