په لوګر کې نږدې ۷۸ زرو ښوونکو او زده کوونکو ته درسي توکي وېشل کېږي.
پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهار شنبې، شعبان المعظم ۲۹ مه، حمل ۲ مه
په لوګر ولایت کې د نوي ښوونیز په پیل سره سم د ۲۷۵ ښوونځیو ۲۳۰۴ تنو ښوونکو او ۷۵۶۶۰ تنو زده کوونکو ته درسي توکي ورکول کېږي.
د دغو درسي توکو د وېش بهیر سر له نن ورځې پیل شو، چې تر دوو اونیو په کمه موده کې به ټولو ښوونځیو ته ورسول شي.
یاد درسي مواد د پوهنې ریاست د مسوولینو د هلو ځلو په پایله کې د یونیسف له خوا برابر شوي، چې په کې ۲۳۰۴ کېټه د ښوونکو او ۳۷۸۳ کېټه د زده کوونکو د اړتیا وړ درسي شامل دي.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې پرون سه شنبه د یوې پراخې او شاندارو مراسمو په ترڅ کې نوی ښوونیز کال پیل شو.