Home خانه

په لوګر کې نوی ښوونیز کال پیل شو

په لوګر کې نوی ښوونیز کال پیل شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ۲۸ مه، حمل لومړۍ نېټه

IMG 20230321 WA0008 400

په لوګر ولایت کې ۱۴۰۲ ښوونیز کال د خاصو شاندارو مراسمو په جوړولو او د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره رسماً پیل شو.
د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې،چې د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه په کې مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع،د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز او د ده مرستیالانو، د یو شمېر ادارو مسوولینو، ځینو جیدو علماوو، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

IMG 20230321 WA0003 400

غونډه د قران کریم په تلاوت پیل شوه،ورپسې د پوهنې رئیس د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت د پوهنې وزارت رالېږل شوی پیغام د غونډې برخه والو ته ولوست.

IMG 20230321 WA0009 400

وروسته د جهادي مدرسې یوه ښوونکي شیخ القران والحدیث مولوي عبدالمالک د علم د فضلیت په هکله ګټورې او ارزښتناکې ویناوې وکړې او خلک یې وهڅول ؛ څو پر خپلو اولادونو باندې ديني او عصري زده‌کړې وکړي.

IMG 20230321 WA0006 400

ورپسې د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع ټولو هېواد والو او لوګریانو ته د نوي ښوونیز کال د پیل مبارکي وویله او هم یې له خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي.

IMG 20230321 WA0004 400

IMG 20230321 WA0005 400

په دې غونډه کې د پوهنې ریاست خپل د تېر ۱۴۰۱ کال د کاري ریپورټ پرېزېټېشن هم وړاندې کړ، د حضرت عمر فاروق(رض) لېسې د ترانې ټیم زده کوونکو د پوهنې ترانه وویله او هم د یو شمېر شهیدانو بچیان په درسي توکو ونازول شول.

IMG 20230321 WA0007 400

د غونډې په پای کې د مرستیال والي ، پوهنې رئیس او نورو مسوولانو له خوا د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل زنګ وکړنګول شو.

IMG 20230321 WA0008 400

IMG 20230321 WA0010 400

IMG 20230321 WA0011 400

IMG 20230321 WA0012 400

IMG 20230321 WA0014 400

IMG 20230321 WA0015 400