Home خانه

په لوګر کې د سیمه ییزو ټولګیو ۱۷۶ تنو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

په لوګر کې د سیمه ییزو ټولګیو ۱۷۶ تنو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، شعبان المعظم ۲۰ مه، کب ۲۲ مه

IMG 20230313 WA0000 400

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او څرخ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو ټولګیو ۱۷۶ تنو نارینه ښوونکو ته لس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په مشورې او همغږۍ د IRC موسسې له خوا جوړ شوی، چې موخه یې د ښوونکو د پوهې د سطحې لوړول دي.

IMG 20230313 WA0001 400

په دغه روزنیز ورکشاپ کې ښوونکو ته د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د پېژندنې، د سیمه ییزو ټولګیو د درسي سیستم د لارو چارو او هم په سیمه ییزو ټولګیو کې له زده کړو پاتې ماشومانو د جذبولو په تړاو روزنه ورکول کېږي.

IMG 20230313 WA0002 400

د یادونې وړده، چې دا مهال د لوګر د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د یونیسف او آی. آر.سي موسسو ۹۱۱ جوړ شوي سیمه ییز ټولګي فعالیت لري.

IMG 20230313 WA0003 400