Home خانه

د لوګر ۱۳۰ تنو ښوونکو ته په ښوونځیو کې د درسي کیفیت د لوړولو مسلکي روزنه تر لاسه کړه

د لوګر ۱۳۰ تنو ښوونکو ته په ښوونځیو کې د درسي کیفیت د لوړولو مسلکي روزنه تر لاسه کړه.

د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، شعبان المعظم ۱۹ مه، کب ۲۱ مه

IMG 20230312 WA0004 400

د لوګر ولایت ۱۳۰ تنو ښوونکو ته په ښوونځیو کې د زده کړې کیفیت او هم د پوهې د سطحې د لوړولو لس ورځنۍ مسلکي روزنه ورکړل شوه.

یاده روزنه د پوهنې ریاست د کاري پلان له مخې ؛ د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ ورکړل شوې ده، چې موخه یې په ښوونځیو کې د درسي کیفیت او هم د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول وو.

IMG 20230312 WA0005 400

نوموړي ښوونکي ؛ د اغیزمنې ښوونې او زده کړې د ودې تر عنوان لاندې په جوړ شوي لس ورځني ورکشاپ کې د عالي دارالمعلمین د پیاوړو او مسلکي استادانو په واسطه په اکاډميکي او ميتوديکي برخو کې روزل شوې دي.

IMG 20230312 WA0006 400

دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د ساینسي او ریاضي مضمونونو ۱۱۷ تنو نورو ښوونکو د تدریس او تجربو په برخو کې روزنه تر لاسه کړې ده.

IMG 20230311 WA0007 400