Home خانه

د لوګر په یوه ښوونځي کې خلکو، ښوونکو او زده کوونکو نیالګي کېنولي

د لوګر په یوه ښوونځي کې خلکو، ښوونکو او زده کوونکو نیالګي کېنولي.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شعبان المعظم ۱۸ مه، کب ۲۰ مه

IMG 20230311 WA0002 400

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د پندې په ښوونځي کې د زرغونتیا او ښکلا لپاره ډول،ډول نیالګي کېنول شول .

یاد نیالګي د سیمې خلکو، ښوونکو او زده کوونکو کېنولي دي ، چې په کې د ګلانو، میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو نیالګي شامل دي.

IMG 20230311 WA0003 400

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په یاد ښوونځي کې د خلکو، ښوونکو او زده کوونکو له خوا د نیالګیو د کېنولو له کمپاینه هرکلی کوي او د نورو سیمو له خلکو، ښوونکو او زده کوونکو څخه په نورو ښوونځیو کې هم د نیالګیو د کېنولو غوښتنه کوي.

IMG 20230311 WA0004 400

د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر په یو شمېر نورو ښوونځیو کې خلکو، ښوونکو او زده کوونکو نیالګي کېنولي دي.