Home خانه

یونیسف د لوګر د ښوونځیو لپاره د درسي موادو مرسته وکړه

یونیسف د لوګر د ښوونځیو لپاره د درسي موادو مرسته وکړه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، شعبان المعظم ۱۶ مه، کب ۱۸ مه

IMG 20230309 WA0001 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ۲۷۵ ښوونځیو د ۲۲۷۴۰ تنو زده کوونکو لپاره د اړینو درسي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته د پوهنې ریاست د مسوولینو د هلو ځلو په پایله کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف کړې ده، چې شاوخوا ٩٩ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.

IMG 20230309 WA0002 400

په رالېږل شوې مرسته کې د اړتیا وړ ۱۱۳۷ کېټه درسي مواد شامل دي، چې د نوي ښوونیز په پیلېدو سره به له لومړي ټولګي نیولې تر شپږم ټولګي زده کوونکو ووېشل شي.

د یادونې وړده، چې څو ورځې وړاندې هم یونیسف د لوګر د ۲۷۵ ښوونځیو ۵۲۹۲۰ تنو زده کوونکو ته د څه باندې ١٢٣ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته کړې وه.