Home خانه

د لوګر د پوهنې له ریاست سره د درسي موادو مرسته وشوه

د لوګر د پوهنې له ریاست سره د درسي موادو مرسته وشوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ۱۴ مه، کب ۱۶ مه

IMG 20230307 WA0010 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ۲۷۵ ښوونځیو د ۵۲۹۲۰ تنو زده کوونکو لپاره د درسي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته د پوهنې ریاست د مسوولینو په هلو ځلو د یونیسف موسسې کړې ده، چې شاوخوا ۲۳۰۴۹۶ امریکایي ډالره ارزښت لري.

IMG 20230307 WA0011 400

په دې مرسته کې ۲۶۴۶ کېټه درسي توکي شامل دي، چې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره به له لومړي تر شپږم ټولګي زده کوونکو ووېشل شي.

د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم یادې موسسې د لوګر د پوهنې ریاست د ۲۷۵ ښوونځیو ۲۳۰۷ ښوونکو ته د ۲۸۴۲۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د د درسي توکو مرسته کړې ده.