Home خانه

د لوګر ۱۱۷ ښوونکو ته مسلکي او تجربوي روزنه ورکړل شوه

د لوګر ۱۱۷ ښوونکو ته مسلکي او تجربوي روزنه ورکړل شوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ۱۴ مه، کب ۱۶ مه

IMG 20230307 WA0009 400

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د ۵۷ ښوونځیو ۱۱۷ ښوونکو ته د وړتیا لوړونې مسلکي او تجربوي زده کړې ورکړل شوې.

د یادو روزل شویو ښوونکو په فراغت غونډه کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز مسووول ښوونمل محمد یعقوب اورمړ او روزل شویو ښوونکو برخه لرله.

دغو ښوونکو ته د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز پیاوړو، مسلکي او تجربه لرونکو ترېنرانو لس ورځني زده کړې ورکړي دي.

IMG 20230307 WA0006 400

نوموړي ښوونکي ؛ د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریس او تجربو په برخو کې روزل شوي،څو دغه روزل شوي ښوونکي په نوي ښوونیز کال کې یاد شوي مضمونونه زده کوونکو ته په تجربوي او عملي بڼه هم تدریس کړي.

IMG 20230307 WA0007 400

روزل شوي ښوونکي وایي،چې دوی په دغه روزنیز پروګرام کې ډېر شیان زده کړې او په نوي ښوونیز کال کې به په مسلکي توګه زده کوونکو ته زده کړې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده،چې د لوګر د پوهنې ریاست پرون دوشنبې هم د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۳۰ نارینه او ښځینه ښوونکو د وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ روزنه پیل کړې ده.

IMG 20230307 WA0008 400