Home خانه

په لوګر کې د زده کړو بهیر د لا ښه والي لپاره ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي

په لوګر کې د زده کړو بهیر د لا ښه والي لپاره ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، شعبان المعظم ۱۳ مه، کب ۱۵ مه

IMG 20230306 WA0005 400

د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د زده کړو بهیر د لا ښه والي او هم د ښوونکو د علمي کچې د لوړولو لپاره د ۱۳۰ نارینه او ښځینه ښوونکو شپږ ورځنۍ مسلکي روزنه پیل شوه.
یاده روزنه د پوهنې ریاست د کاري پلان له مخې ، د پوهنې وزارت تر منظورولو او لارښوونې وروسته ، د یونیسف په مالي ملاتړ ورکول کېږي، چې د ښوونځیو د تدریس کیفیت او د ښوونکو د پوهې د سطحې د لوړولو په برخه کې به ډېره ګټوره تمامه شي.

په دغه شپږ ورځنیو زده کړو کې نوموړو ښوونکو ته ؛ د نوي ۱۴۰۲ ښوونیز کال د زده کړو بهیر پیل ته د اړینو او لازمو تیاریو نیولو لارو چارو ، د پوهنې وضعیت او په ښوونځیو کې د درسي بهیر د لا ښه والي په موخه مسلکي روزنه ورکول کېږي.     
د یادونې وړ ده، چې د لوګر د پوهنې ریاست د پوهنې وضعیت او په ښوونځیو کې د درسي بهیر د لاښه والي او هم د ښوونکو د علمي کچې د لوړولو لپاره په راتلونکي کې دا ډول نور روزنیز پروګرامونه هم جوړوي.