Home خانه

د لوګر د راتلونکي کانکور ازموینې ته ۲۵۰۰ تنو نوم لیکنه کړې

د لوګر د راتلونکي کانکور ازموینې ته ۲۵۰۰ تنو نوم لیکنه کړې.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شعبان المعظم ۱۱ مه، کب ۱۳ مه

IMG 20230304 WA0003 400

د لوګر ولایت د راتلونکي ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې لپاره د دولسم ټولګیو ۲۵۰۰ تنو فارغانو نوم لیکنه کړې ده.

دغه نوم لیکنه دوه میاشتې مخکې د پوهنې وزارت په لارښوونه د نتایجو او شهادتنامو مدیریت پیل کړې وه، چې نن شنبه بشپړه شوه.

د نوم لیکنې له پیله بیا تر پایه ټولټال ۲۵۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده،چې د روان ۱۴۰۱ کال د دولسمو ټولګیو فارغان او د تېرو کلونو متفرقه داوطلبان دي.

د یادونې وړده،چې له یادو فارغانو څخه به د راتلونکي ۱۴۰۲ کال په لومړیو میاشتو کې د کانکور ازموینه واخیستل شي.