Home خانه

د لوګر د خروار ولسوالۍ پر ۲۴ خصوصي دیني مدرسو نغدي مرسته ووېشل شوه

د لوګر د خروار ولسوالۍ پر ۲۴ خصوصي دیني مدرسو نغدي مرسته ووېشل شوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ۷ مه، کب ۹ مه

IMG 20230301 WA0000 400

د لوګر د خروار ولسوالۍ اړوند پر ۲۴ خصوصي لیلیه لرونکو دیني مدرسو د پوهنې وزارت نغدي مرسته ووېشل شوه.

د یادې نغدي مرستې د وېشلو په غونډه کې د پوهنې آمر مولوي حکمت الله المعاویه او د مرسته اخیستونکو مدرسو مهتممینو برخه لرله.

دغه نغدي مرسته د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له خوا وشوه، چې د لومړۍ درجې مدرسو ته ۱۶ زره ، د دویمې درجې مدرسو ته ۱۵ زره ، د درېیمې درجې مدرسو ته ۱۴ زره، د څلورمې درجې مدرسو ته ۱۳ زره، د پنځمې درجې مدرسو ته ۱۲ زره ، د شپږمې درجې مدرسو ته ۱۱ زره ، د اوومې درجې مدرسو ته ۹ زره او د اتمې درجې مدرسو ته ۵ زره افغانۍ ووېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې له دې مخکې هم د مرکز پل علم له ۴۶ ، د خوښۍ ولسوالۍ له ۴ دیني ، د محمدآغې ولسوالۍ له ۲۲ ، د برکي برک ولسوالۍ له ۲۵ او د څرخ ولسوالۍ له ۱۹ دیني مدرسو سره د پوهنې وزارت نغدي مرستې شوې دي.