Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست په تېرو پنځو میاشتو ۸ سوه ښوونکي ګومارلي دي

د لوګر د پوهنې ریاست په تېرو پنځو میاشتو ۸ سوه ښوونکي ګومارلي دي.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، شعبان المعظم ۶ مه، کب ۸ مه

IMG 20230227 WA0000 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په وروستیو تېرو پنځو میاشتو کې ۸۰۰ رسمي ښوونکي په دندو ګومارلي دي.
د پوهنې ریاست د بشري سرچینو او ګومارنې مدیریتونو د معلوماتو له مخې؛ چې یاد ښوونکي د کانکور ازموینې او د یوې رڼې پروسې له لارې پر دندو ګومارل شوي او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې دي.

د نوموړو مدیریتونو د دقیقو معلوماتو پر بنسټ ؛ چې په ګومارل شویو ښوونکو کې ۶۶۶ نارینه او ۱۳۴ ښځینه شامل دي، چې د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې ګومارل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست راتلونکو ورځو کې د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د درېیم ظرفیت له لارې د ۴۰۰ نورو بریالي شویو ښوونکو د ګومارنې پروسه هم پیلوي.

IMG 20230227 WA0001 400

دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر د پوهنې ریاست د خپلو هڅو په لړ کې د مرستندویه موسسو له لوري په جوړ شویو سیمه ییزو ټولګیو او د سواد آموزۍ په کورسونو کې له ۱۰۰۰ ډېرو کسانو ته هم د ښوونکي په توګه د دندې زمینه برابره کړې ده.