Home خانه

په لوګر کې ۱۵۰ تنو ښوونکو ته د وړتیاوو د لوړولو روزنیز پروګرام پیل شو

په لوګر کې ۱۵۰ تنو ښوونکو ته د وړتیاوو د لوړولو روزنیز پروګرام پیل شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شعبان المعظم ۴ مه، کب ۶ مه

IMG 20230225 WA0003 400

د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د ۵۷ ښوونځیو د ۱۵۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیاوو د لوړولو روزنیزه دوره پیل شوه.

د یادې روزنیزې دورې په پیلیزه غونډه کې د پوهنې ریاست د تدریسي چارو مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز مسوول ښوونمل الحافظ محمد یعقوب اورمړ، د مرکز پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري او ښوونکو برخه اخیستې وه.     
دغه روزنیزه دوره د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له خوا جوړ شوی، چې موخه یې د ښوونکو د وړتیاوو او د ښوونځیو د درسي کیفیت لوړول دي.

IMG 20230225 WA0004 400

په دې لس ورځني روزنیز پروګرام کې ؛ ښوونکو ته د کیمیا، بیولوژي، فریک، ساینس او ریاضي مضمونو د تدریس او تجربو اړوند روزنه ورکول کېږي.

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د ساینسي او ریاضي مضمونونو د ښوونکو روزنه ډېره اړینه بولي او زیاتوي، چې د ۲۷۵ ښوونځیو د ۷۵۰ تنو ښوونکو لپاره یې ورته نوي روزنیز پروګرامونه ترتیب کړي.

له بل لوري، ښوونکي هم د وړتیا لوړولو دا روزنیز بهیر ګټور بولي او وایي، چې له دې روزنې سره به د دوی ظرفیتونه نور هم لوړ شي.