Home خانه

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ومړ

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ومړ

Abdul Jabar Sabet 01 400عبدالجبار ثابت هله ډیر شهرت وموند چې د لوی څارنوال په توګه یې د درغلو چارواکو خلاف پراخ کمپاین پیل کړ.

د افغانستان د یوه پخواني څارنوال او حقوق پوه عبدالجبار ثابت کورنۍ وايي، نوموړي د پښتونخوا په پېښور کې د نارت ویسټ په نوم یوه روغتون کې د پنجشنبې پر ورځ د جنورۍ پر ۲۶ د ۷۷ کلنۍ په عمر ساه ورکړه.

د کورنۍ یوه غړي یې بي بي سي پښتو ته ویلي، له هغه مهال چې نوموړی د وسله والو له لوري وتښتول شو، پر روغتیا یې اغېز شوی و. د افغانستان دغه پخوانی لوی څارنوال د ۲۰۱۱ کال په اکټوبر کې د کابل چهار اسیاب ولسوالۍ اړوند په سقاو سیمه کې له خپله کروندو او بڼ د لېدو پر مهال نا څرګندو کسانو وتښتو، چې نږدې یو کال په بند کې و.
لا خو ډېره روښانه نه شوه چې د هغه نېول د کومې ډلې کار او دا چې په کومه بڼه او شرطونو خوشې شو. عبدالجبار ثابت د افغانستان د ختیځ ولایت د ننګرهار د سره رود له ولسوالۍ و. د کابل په حبیبیه لیسه کې یې لومړنۍ زدکړې کړې وې، په ۱۹۵۰ کلونو کې یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ولوست او په ۱۹۷۸ کې امریکا ته د ماسترۍ کچې زدکړو لپاره لاړ. پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته هغه په پښتونخوا کې مېشت شو، او د پېښور د منځنۍ اسیا په مرکز کې وخت ناوخت د استادۍ دنده تر سره کوله، ورسره یې په پېښور کې د افغان مجاهدینو د اسلامي پوهنتون د مرستیالۍ دنده هم درلوده.

له بي بي سي سره یوه مرکه کې هغه ویلي و، ډېره موده یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب غړیتوب درلود، خو عملا یې له دغه ډلې سره سیاسي فعالیت نه و کړی.
ښاغلی ثابت د یوه څه مودې لپاره په امریکا غږ کې د خبرونو د چمتو کونکي په توګه هم کار کړی، او په پېښور کې یې د حقوق پوهانو ټولنه درلوده.

Abdul Jabar Sabet 02 400عبدالجبار ثابت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ کاله د افغانستان لوی څارنوال و.

خو عبدالجبار ثابت هله د افغانانو منځ کې ډېر یاد شو چې له ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د افغانستان لوی څارنوال و. دغه موده کې ښاغلي ثابت په رسنیو کې د حکومت پر درغلو چارواکو توندې نیوکې کولې، او یو شمېر د ټیټې کچې ولایتي چارواکي یې زندانونو ته هم ولېږل.

هغه له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د هغه مهال پر ولسمشر حامد کرزي تور پورې کاوه چې ګواکې له زړه یې نه غوښتل حکومت کې درغل او پر فساد ککړ چارواکي محاکمه کړي.

Abdul Jabar Sabet 1 400عبدالجبار ثابت د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند و.

د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي ثابت ولسمشرۍ ته له نوماندۍ تیاري ښودلو وروسته د لویې څارنوالۍ له دندې ګوښه شو. نوموړی ډېر پر دې مشهور و چې د نیوکو پر وخت سپین غږیږي. په ۲۰۱۶ کې د بي بي سي له خبریال سیدعبدالله نظامي سره په مرکه کې ښاغلي ثابت د وخت د مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم په اړه وویل "قانون د ولسمشر مرستیال ته د دا ډول پېښو پر وخت قضايي مصونیت نه لري، عبدالرشید دوستم باید د یوه عام وګړي په څېر محاکمه شي." دغو ورځو کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال تور و چې یو ازبک قومي مشر یې په جنسي ډول ربړولی. عبدالجبار ثابت په حقوقي او سیاسي برخو کې له لسو ډېر کتابونه لیکلي او خپاره کړي.