Home خانه

په لوګر کې له ۷ سوو ډېرو ښوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز ورکشاپونه پیلیږي

په لوګر کې له ۷ سوو ډېرو ښوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز ورکشاپونه پیلیږي.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، شعبان المعظم ۲ مه، کب ۴ مه

Logar Madrasa 400

په لوګر ولایت کې د ۲۷۵ ښوونځیو د ساینسي او مسلکي مضمونونو ۷۵۰ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړولو په اړه روزنیز ورکشاپونه پیلېږي.

یاد ورکشاپونه د پوهنې ریاست د کاري پلان له مخې ؛ د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له خوا جوړېږي، چې راتلونکې اوونۍ به پیل شي.

په دغو ټرېنینګونو کې ، په ۷ پړاوونو کې ۷۵۰ تنه د ساینسي او مسلکي مضمونونو ښوونکي روزل کېږي،چې ټرېنران به یې هم د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز علمي غړي وي.

د یادو روزنیز پروګرامونو د جوړولو موخه ؛ د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو او هم په ښوونځیو کې د تدریس او د پوهنې د کیفیت لوړول دي.