Home خانه

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته د دعوت، ارشاد او شکایتونو اورېدلو مسوول ور وپېژندل شو

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته د دعوت، ارشاد او شکایتونو اورېدلو مسوول ور وپېژندل شو

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهارشنبې، شعبان المعظم لومړی، کب ۳ مه

Logar 0001 400

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته د غازي امین الله لېسې اوسنی آمر مولوي عبدالقهار رشیدي د دعوت، ارشاد او شکایتونو اورېدلو د مسوول په توګه ور وپېژندل شو.

د هغه د پېژندګلوۍ په غونډه کې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال او په دغه ریاست کې د پوهنې وزارت د دعوت، ارشاد او شکایتونو اورېدلو مسوول مفتي سید ضیاء احمد صارم احمدآغا، د پوهنې آمر مولوي خاکسار محمدي، د ښوونځیو مسوولینو او ښوونکو برخه اخیستې وه.

ټاکل شوی مسوول به د خپلې ولسوالۍ اړوند د پوهنې آمریت کارکوونکو او ښوونکو ته د دیني او عقیدتي پوهې د کچې د لوړولو په موخه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب درسونه ورکوي، اصلاحي غونډې به جوړوي او هم به د خلکو شکایتونه څېړي.Logar 0002 400

په یاده کې غونډه کې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال او په دغه ریاست کې د پوهنې وزارت د دعوت، ارشاد او شکایتونو اورېدلو مسوول مفتي سید ضیاء احمد صارم احمدآغا د غونډې ګډون والو ته هراړخیزې اصلاحي خبرې، لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.Logar 0003 400

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د لوګر د ازرې، خروار، محمدآغې او خوښۍ ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته یاد مسوولان ور پېژندل شوي او د مرکز پل علم په ګډون پاتې ولسوالیو ته به هم ډېر ژر ور وپېژندل شي.Logar 0004 400