Home خانه

د افغانستان مشهور سندرغاړی سلام لوګری وفات شوی

د افغانستان مشهور سندرغاړی سلام لوګری وفات شوی

Salam Logari 400د افغانستان مشهور سندرغاړی سلام لوګری چې په پښتو او دري ژبه يې سيمه ييزې سندرې ويلي د ۸۶ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د نوموړي خپلوانو رسنيو ته ويلي چې ښاغلی لوګری له اوږدې مودې ناروغ و، چې پرون ومړ او د لوګر محمداغه ولسوالۍ کې خاور ته وسپارل شو.

پژواک خبري اژانس د نوموړي د زوم له خولې وايي چې هغه له تېرو اتو کلونو راهيسې ناروغ و او په دې وروستيو کې يې نه يوازې د سترګو ليد له لاسه ورکړی و، بلکې له پښو هم لوېدلی و.

ښاغلي لوګري څه د پاسه څلوېښت کاله سندرې ویلي وې او د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د هنر په څانګه کې يې کار کړی و.
د افغانستان راديو جوړېدو وروسته يې د لوګر موسيقۍ ځانګړي سبک کې ګڼې سندرې ثبت کړې وې.

په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان اطلاعاتو او کتلور وزارت سلام لوګري ته د استادۍ لقب ورکړ.

 

د افغانستان د ملي موسيقۍ د انستيتويت مشر احمد ناصر سرمست د نوموړي مړينه د افغانستان موسقيۍ په ځانګړې توګه د لوګرۍ سبک ته ستر زيان بللی او وايي د دغې سيمې موسيقۍ ته یې ډېر خدمت کړی دی.

سلام لوګري د محلي او لوګرۍ موسيقۍ په دودولو کې پراخه ونډه لرله.