Home خانه

د ځوانانو نړيوالې ورځې په وياړ

د ځوانانو نړيوالې ورځې په وياړ

Shir M. Stanekzai 2 400 په هېواد کې کرغيړنې جګړې زموږ ګڼ شمير ځوانان تيت او پرک کړل، څه په اور کې لولپه شول، څه بهرنيو هېوادونو ته کډوال شول. همدارنګه د افغانستان دښمنانو له مخکې طرحه کړې توطيې او پلانونه زموږ ځوانان يې له سواده محروم، په نيشه يي توکو روږدې، په يو نوم او بل نوم يې سره خپلو کې په جګړو ښکېل او دافغانانو اقتصاد ته يې بې درکه زيانونه واړول، چې دغه لړۍ لا روانه ده.
د اوسنۍ عصر ځوانان او راتلونکي نسلونه دې له تجربو ګټنه پورته کړي، چې د بهرنيو استخباراتي کړيو دسيسې دې نورې شنډې کړي، پرې نږدي، چې زموږ په ځوانه هستۍ يو ځلې بيا دبازۍ ميدان تود کړي، بلکې د پوهې له مخې دې ورته غاښ ماتونکي ځواب ووايي.

راځٸ ځوانانو! دملي يوالې سمبول واوسو، د هېواد دخاورې دښمن پر مخ درنه څپيړه به مو هلته ورکړې وي، چې د يوالي په شتون، خپل هېواد کې دجګړو پر ځاى بنسټيزې او ښوونيزې چارې پيل او دوام ورکړو. ځواني به هلته ثابته کړو، چې د هر افغان درد خپل درد وګڼو او د ګران افغانستان نه اور مړ او دسوکاله او ښېرازه ژوند نوي فصل پرانيزو.
دغه آرمان ته د رسېدو لار ټينګه اراده او قوي عزم ته اړتيا ده. خو که تش په خولې وايو او عمل ونه کړو، نو د ځوان احساس به موږ کې نه وي او بې پلانه ژوند او وخت به هسې پرموږ تېر وي او دښمن به تر دې زيات خپلو شومو موخو ته په آسانۍ توګه ځان رسولي وي.

ځوانانو ورځ مو نېکمرغه!
ليکنه: شېرمحمد اميني ستانکزى