Home خانه

د لوګر والي او ورسره پلاوي د محمدآغې ولسوالۍ، د زرغون ښار سیمې ته سفر وکړ

د لوګر والي او ورسره پلاوي د محمدآغې ولسوالۍ، د زرغون ښار سیمې ته سفر وکړ

کب ــ ۱۹ ــ یکشنبه

Wali Logar Zarghonshar 400 په دغه سفر کې د لوګر د والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي سربېره د څلورمې پلې لوا قوماندان تورن جنرال عبدالرازق صافی، ملي امنیت رئیس برید جنرال امیر جان ناصري، امنیه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص ،د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی غړي محب الله صالح ،د یادې ولسوالۍ ولسوال نور محمد عبیدي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.
د سفر په لومړیو کې د یادې سیمې قومي مشرانو د لوګر والي او نور مسئولینو ته د خپلې سیمې په سطحه هغه ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل چې دوی ورسره لاس او ګریوان ول.
د سیمې اوسېدونکو ته د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي په خبرو کې وویل ستاسې ستونزې اورېدل او هغو ته د حل لاره موندل زمونږ دنده او مسئولیت دی،هغه له قومي مشرانو غوښتنه وکړه تر څو خپل قومي جوړښت وساتي او ددغه جوړښت د لا قوي کېدو هڅه وکړي،اسحاقزي زیاته کړه ستاسو نه مو هیله ده چې په خپله سیمه کې د ملي پروژو په پلي کولو کې له دولت سره همکار ووسئ.

ورپسې د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي،ملي امنیت رئیس برید جنرال امیرجان ناصري،د څلورمې پلې لوا قوماندان تورن جنرال عبدالرازق صافی هم خبرې وکړې او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د امنیت يه ټنګښت کې له دولت سره همکار ووسي.
د ملي امنیت رئیس وړاندې له وسله والو وغوښتل تر څو د ملي پروژو مخه ونه نیسي هغه زیاته کړه چې پرېږدئ دا وګړي د امن په فضا کې د هوسا ژوند ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د سفر په لړ کې په یو شمېر اړمنو کورنیو خوراکي توکي هم وویشل شول او همدا رنګه یې په یاده سیمه کې د خنجر ۵ په نوم له چاڼېزوعملیاتو چې تېره ورځ پیل شوي له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې یاد چاڼیز عملیات له تېرو دوو ورځو راهیسې د محمدآغې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې پیل شوي چې تر اوسه ګڼې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوي دي او هم له دوي څخه یو شمېر چاودېدونکي توکي او وسلې د افغان زړورو ځواکونو لاسته لوېدلي.
دلوګرد رسنیو مرکز