Home خانه

د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل

د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل

sher20m 20stanekzai 200شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال دمرغومي په شپږمه دسمبالو درندو نظامي تجهزاتو سره پرافغانستان یرغل راوړل . داچې شوروي استعمارګر زموږ په خاوره نظامي یرغل وکړ، ددوی  نه یواځې دیرغل وړلو لومړۍ پیلامه وه، بلکې له دې مخکې هم په نولسمه او شلمه پیړۍ کې څومهمې سیمې لکه تاتارستان، مرکزي آسیا، منګولیا او ختیځه اروپا اشغال کړې وه . 
روسانو غوښتل چې دافغانستان  خاورې تر ولکې وروسته ځانونه  دهند تودو اوبوته ورسي، خو دغه آرمان يې له ځان سره یوړل او دافغانانو د سترو مبارزو سره مخ شول.
په افغانستان دروسانو یرغل وړونکو عسکرو شمیر ټولټال دمسکو رسمي سرچینو له مخې؛  له یولک تر یولکو شل زره پورې ښودلي،  ولې دیوې بلې سرچینې له مخې دغه شمیر یو نیم لک عسکر ښودلي  شوی ؤ، خو کله چې روسانو دخپلو لاسپوڅو په مرسته دافغانانو دسرښندنو او میړانو سرمخ شول، دروسانو پوځونه ورځې تربلې زیاتیدل او شمیريې آن تر دونیم لکو پوځونو ته ورسیدل.

 روسان زموږ په خاوره په ډیرمغرورانه، دیکتاتورانه او یو اړخیز ډول عمل کا وو او ناروا  کړنو ته ډیر ه پاملرنه وکړه او زموږ په هیوادوالو يې سخت دردونکي ظلمونه  ترسره کړل. روسانو غوښتل چې دافغانستان مذهبي او ملي شخصیتونه  دله منځه وړ سره خپلو موخو ته  هغه لاره پرانیزي،کوم چې د دوی ګټه پکې نغښتي وه.
روسانو دببرک کارمل  د رژیم  په اشاره  ډیري  ظلمونه  وکړل، چې ټولو نړیوالو ته په  تاریخ کې دشوروي یرغلګر و ناروا عملونه ښکاره  او په ډاګه شویدي.
روسان  چې غیر عاقلانه  او بې مدبرانه زموږ خاورې ته داخل شول، دا فکر هم ورسره  نه ؤ، چې دافغانستان میړني ولس د دوی په مقابل کې به په میړانه دریږي او په کلکه توګه دخپلې خاورې ساتنه کوي.
 هماغه ؤ، چې په ګرد هیواد کې دسرښندونکو  افغانانو ډلګکۍ ورځې تربلې په لویو  ډلو بدلې او د روسانو په وړاندې جهاد پیل کړ او دلسو کلونو پایله  داشوه، چې  روسي ښکیلاکګرو خپله ستره ماته  ومنله چې دايې پرځان  لویه تیروتنه  هم یاده کړه، چې  افغانستان ته  دوی ننوتي ؤ .
روسان دماتې وروسته ادعا درلوده، چې دوی پرافغانستان دتیري هوډ نه درلودل، خو کله چې  دثور کودتا وشوه، نو دکودتاچیانو مشرانو دا هیله وه، چې روسان دې افغانستان ته راشي او دوی سره نظامي مرستې وکړې.
روسانو په افغانستان باندې دیرغل راوړلو دمخه کوښښ  يې وکړ، چې په آمو سیند باندې استحکامي پلونه جوړ او دغه کار ته يې ګړندیتوب ورکړل. بلآخره د مرغومي یا جدي په شپرمه دهوا او ځمکې له لارې  زموږ په هیواد يې ستر یرغل راوړل، چې هماغه شیبه  ببرک کارمل دتاشکند څخه بیانیه ورکړه او د حفیظ الله امین  واګې دیو ظالم اوخاین په نوم یادې  کړې.
په لومړۍ ځل د روسانو ۱۰۸ زغره واله قوه  افغانستان  ته  د کابل او غزني په لوري  حرکت او بله موټریزه  فرقه  د تورغنډۍ  او هرات له لارې دافغانستان  ټولې اداري او نظامي مرکزونه اشغال کړل، دکوماندو ۱۰۳ مه فرقه  هم  دپراشوټ له لارې دکابل  په هوايي ډګر کې راکوزه شوه او دروسانو د L- ۷۶ ترانسپورټي الوتکو په هرو  دریو دقیقو کې دکابل او بګرام  هوایي  ډګرونو کې راکوزیدې او نظامي وسایل، عسکر، ټانکونه او نقلیه  وسایط يې افغانستان ته را انتقالول.
افغانستان چې  دنړۍ نورو هیوادونو او په ځانګړې ډول ګاونډي هیوادونه ته ښه نیت او د سیاسي اړیکو په درلودو چې لري يې، نو  نباید  دغه سترځواکې او ګاونډ هیوادونه د افغانانو دښه سلوک او  چلند څخه ناوړه ګټه واخلي، ځکه تاریخ ښودلې ده، چې هر یرغلګر هیوادونو  افغانستان ته په بدنیت کتلي دي، دافغانانو لخوا غاښ ماتونکي ځواب ورکړل شوې ده او ورکول کیږي به . ان شاالله

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی